۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې د طالبانو چارسمبالي حکومت چارواکي وايي، ډېر ژر به د ننګرهار هوايي ډګر کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو شي.
ننګرهار کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د امنیې قوماندان مولوي ندامحمد ندیم دغه هوايي ډګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، هوايي ډګر هر ډول کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د ننګرهار هوايي ډګر له کومې امنیتي او تخنیکي ستونزې سره مخ نه دی او هر ډول الوتنو ته چمتووالی لري.
مولوي ندامحمد ندیم زیاته کړه، ډېر ژر به له دغه ډګره د کورنیو او نړیوالو الوتنو بهیر پیل شي.
له بلې خوا د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر چارسمبالی وايي، دا هوايي ډګر له تخنیکي او مسلکي پلوه هر ډول الوتنو ته چمتوالی لري او دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخ نه دي.
د ننګرهار هوايي ډګر له مرکز جلال اباد ښاره ۲۵ کیلومتره لرې د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري په سیمه کې دی. د دغه هوايي ډګر د رغونې چارې د پخواني حکومت له لوری پیل شوې او د رغونې یو پړاو چارې یې د روان کال د سرطان میاشت کې بشپړې شوي، چې تمه وه دوه نور پړاوونه یې هم تر ۲۰۲۳ کاله بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.