د ترهګرو ډلو پراخ حضور او له طالبانو سره د هغوی ملګرتیا د سیمې او نړۍ د هېوادونو له مهمو اندېښنو ده. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په پرلپسې ډول د القاعدې په ګډون له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو د پرې کولو خبره کړې ده. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ګڼ راپورونه خپاره شوي، چې ښيي طالبانو نه یوازې د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي، بلکې ډېری دغه ترهګریز سازمانونه توانیدلي دي چې خپل دننه جوړښت بیاورغوي، جلب او جذب ترسره کړي او پلانونه جوړ کړي. په دې وروستیو کې د روسیې دفاع وزیر ویلي، چې افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس هم ویلي، چې د داعش ډېر جنګیالي له طالبانو سره اړیکې لري او دغې ډلې د طالبانو د رژیم په ځانګړي ډول د طالبانو په امنیتي او استخباراتي ادارو کې په پراخه کچه نفوذ کړی دی. د هغه په وينا، طالبان د داعش پر وړاندې د مبارزې وړتیا او هوډ نه لري او دغه راز په پراخه کچه د القاعدې، پاکستاني طالبانو او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو کوربتوب کوي.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسف په قزاقستان کې د ټولیز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو د شورا په غونډه کې ویلي دي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده. د ده په خبره، په افغانستان کې ګڼو افراطي ډلو د پښې ټينګولو ځای پیدا کړی دی.
د روسیې د دفاع وزیر له افغانستانه بهر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراختیا په تړاو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډلې د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې د خپلو افکارو د دودېدو په هڅه کې دي.
د روسیې خبري اژانس ریانووستي د دغه جګپوړي روسي امنیتي چارواکي له خولې راپور ورکړی، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو له تاجیکستان سره د دغه هېواد د پولو پیاوړتیا اړینه ده او په سیمه کې د وضعیت د ثبات لپاره نور اقدامات هم اړین دي.
اندري بلوسوف ویلي دي« مهمه مسأله دا ده چې موږ اوس په لومړۍ لیکه کې یو، د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو په سویلي پولو کې وضعیت ډېر ستونزمن دی. پر دې سربېره، په افغانستان کې روان وضعیت او هغه بهیرونه چې روان دي، په بشپړ ډول لاپسې خرابېږي. موږ هغوی څارو او پوهیږو چې څنګه ورسره کار وکړو؛ خو دا ټول زموږ پاملرنې، د انسجام زیاتېدو او رزمي چمتووالي ته اړتیا لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو په پام کې لري چې طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه وباسي.
تر دې وړاندې د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې مشر کامچی بک تاشیف هم په بشکیک کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو په امنیتي غونډه کې ویلي وو، چې « په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور» د دغو هیوادونو پولې ګواښي. د هغه په وينا، د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو مخ پر زياتېدونکی شمېر د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د سویلي پولو امنيت ته ګواښ دى.
له دې سره هممهاله، د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج له ترهګرۍ سره د مبارزې له مرکز «وسټ پوینټ» (CTC) سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ د نورو برخو برعکس چې د لوېدیځو او ختیځو قدرتونو ترمنځ پکې ترینګلتیا ورځ تر بلې زیاتېږي، امریکا، بریتانیا، چین، روسیې او ایران د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې مقابله کې له طالبانو سره مرسته کړې ده.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس زیاته کړې چې بریتانیا او امریکا په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او عملیاتو په تړاو طالبانو ته معلومات ورکړي او ایران د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغې ډلې سره د مرستې لپاره سلاکاران استولي دي. د هغه په وينا، له دې ټولو هڅو او د مهمو نړيوالو لوبغاړو د معلوماتو او تجربو له شريکولو سره سره، طالبان نه دي توانېدلي چې د داعش له خراسان څانګې سره په اغېزناکه توګه مبارزه وکړي.
ښاغلي سراج ټینګار کړی د طالبانو له دې ادعا سره سره چې داعش حضور نه لري او د دغې ډلې د ځپلو په حال کې دي، د داعش هېڅ یو مهم او مشهور مشر نه نیول شوی او نه هم وژل شوی دی. د هغه په وينا، د داعش ټول مهم مشران ژوندي دي او د افغانستان له دننه يې خپل ډېر پام پر بهر راټول کړی دی. نوموړي ویلي، داعش په پاکستان، سریلانکا، هند، مالدیف، بنګله دېش او منځنۍ اسیا کې سیمه ییزه شبکه لري او د دې سیمه ییزې شبکې مشر صلاح الدین دی چې د داعش خراسان څانګې له مشر شهاب المهاجر سره دوستانه او نږدې اړیکې لري.
د ملي امنیت مخکیني عمومي رئیس زیاته کړې، داعش هڅه کوي چې په مسکو او ایران کې نور بریدونه ترسره کړي. د هغه په وينا، داعش ډلې په افغانستان کې خپل بريدونه محدود کړي او تمرکز یې پر کیفیت دی چې پر دې توانیدلې د طالبانو ځينې مهم غړي له منځه يوسي.
د مخکیني حکومت دغه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې داعش د جلب او جذب بهیر زیات کړی او د جنګیالیو د استخدام بهیر یې ډېر چټک شوی دی. د هغه په وينا، د داعش څلور زره غړي چې د تېر حکومت لخوا نيول شوي وو، د طالبانو لاسته د افغانستان د لوېدو پر مهال د دغې ډلې له بنده خوشي شول. هغه ټینګار وکړ چې داعش په ټوله نړۍ کې خپلو پلویانو ته دا پیغام استولی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان تر سوریې، عراق او د نړۍ تر نورو ځایونو خوندي او غوره ځای دی او له هغوی یې غوښتي چې دغه هېواد ته راشي.
ښاغلي سراج زیاته کړې چې القاعده شبکې هم له همدې تګلارې کار اخیستی او په نړۍ کې یې خپلو ټولو پلویانو ته پیغام استولی چې افغانستان ته راشي.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس ویلي، چې داعش د طالبانو په لیکو کې په ځانګړې توګه دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو کې نفوذ کړی او د دغو نفوذي کسانو له لارې د طالبانو د جګړې له هڅو خبرېږي. هغه زياته کړې، چې د دې ډلې حضور دا مهال د کونړ، نورستان او ننګرهار په ځينو سيمو کې محسوسېږي.
په دې مرکه کې ښاغلي سراج ټینګار کړی دی چې طالبان له داعش سره د مبارزې توان نه لري. د هغه په وينا، د تېر حکومت پر مهال د طالبانو او داعش ترمنځ همکاري ډېره وه او اوس هم د داعش د ځينو جنګياليو او د طالبانو د استخباراتو تر منځ يو ډول اړيکې شته.
د ملي امنیت عمومي رییس له خپلې تجربې ویلي، چې د داعش جنګیالیو د دې ډلې اهدافو ته « لوړه ژمنتیا» لرله او په افغانستان کې د دې ډلې د اوسني مشر شهاب المهاجر لخوا یو خپور شوی کتاب د دې ډلې پر ټولو غړو وېشل شوی چې په هغه کې په ډاګه شوې چې د عملیاتو پر مهال، له عملیاتو وروسته او د پوښتنو ګروېږنو او نیول کېدو پر مهال باید جنګیالي څنګه عمل وکړي.
ښاغلي سراج زیاته کړه چې د داعش د غړو تر منځ تصمیم نیول «ډیر غیر متمرکز» وو. د هغه په وينا، د دې ډلې اصلي پرېکړې د داعش د شپږو مشرانو د يوې شورا لخوا کېدلې. هغه ټینګار کړی چې پر دې بنسټ، هرکله چې د دغې شورا یو غړی وژل کېده یا نیول کېده، پاتو غړو به خپل ماموریت پسې غځاوه او د دغې ډلې کړیو به له ځنډ پرته خپلو ورسپارل شویو دندو ته دوام ورکاوه.
د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس ټینګار کړی، چې اوسمهال نه یوازې داعش په افغانستان کې حضور لري، بلکې ډېرې ترهګرې ډلې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فعالیت کوي او ټولې له ورته تکتیکونو کار اخلي او د دغو ډلو تر منځ د معلوماتو بهیر ډېر چټک دی او موږ باید د ټولو دغو ډلو په تړاو اندېښنه ولرو.
د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکي
د ملي امنیت مخکیني رییس زیاته کړې چې طالبان د القاعدې د اصلي متحد په توګه اوس اقتصاد کنټرولوي. د هغه په وينا، نړيوالو جهادي ډلو ته دا موکه په لاس ورغلې، چې بيا سره يو ځاى شي او ځانونه پياوړي کړي او هغه زیانونه جبران کړي چې په تېرو شلو کلونو کې وراوښتي او راتلونکو بريدونو ته چمتو شي.
ښاغلي سراج ټینګار کړی چې القاعده په یمن او سومالیا کې په عملیاتو سره افغانستان د خپلو ځواکونو د قوماندې او کنټرول په مرکز بدل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د القاعدې غړي دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې وزارتونو کې د سلاکارانو په توګه کار کوي.
د ملي امنیت مخکیني عمومي رییس ټینګار کړی، چې طالبانو د القاعدې غړو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړي دي. د سراج په وینا، «د طالبانو ډیری مهم شخصیتونه تر طالبانو ډېر القاعده دي.»
ښاغلي سراج ویلي دي چې د کاپیسا لپاره د طالبانو والي قاري بریال، د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت اوسنی سرپرست مولوي نورجلال او د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمد اغا حکیم، په پنجشیر کې د طالبانو والي او د طالبانو د استخباراتو لومړی مرستیال تاجمیر جواد د طالبانو په رژیم کې د القاعدې له مهمو څېرو دي.
تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په یوه جلا راپور کې موندلې وه چې داعش د افغانستان په ډېرو سیمو کې حضور لري. د راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې د داعش پراخ حضور طالبان سخت اندېښمن کړي دي.