۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې که د دوحې ناستې په ترکیب او اجنډا کې بدلون راځي، د دوی پر پرېکړه به هم اغېز وکړي او هغه مهال به یې له ټولو لوریو سره شریک کړي.
د نوموړي وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا څرګندونې یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي دي.
هغه زیاته کړې چې له ملګرو ملتونو سره د تېرو شاوخوا دوو میاشتو خبرو په جریان کې د دوحې راتلونکې ناستې اجنډا او ترکیب شریک شوی دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو د دوحې راتلونکې ناسته کې په اصولو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې ټاکل شوې د دغې ډلې یو پلاوی د افغانستان په هکله د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ډېر ژر به د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د دوی د پلاوي جوړښت اعلان شي.
طالبانو د دوحې ناستو لړۍ په تېرو دوو غونډه کې ګډون کړی نه دی.