۸صبح، کابل: هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف مسوولانو د ځينو ولسوالیو مشران غوښتي او ورته ویلي یې دي، چې پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کړي.
د هرات د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو له دغه امر څخه ناخوښه برېښي او وايي، په دې کار سره د امر بالمعروف کسانو ته پلمه په لاس ورځي، چې هر وخت یې زړه وغواړي، په جومات کې د غیبت له کبله د خلکو په ځورولو لاس پورې کړي.
د هرات د یوې ولسوالۍ اوسېدونکی صفيالله وايي، چې د امر بالمعروف مسوولانو د ولسوالۍ ځينې قومي مشران ورغوښتي او دا خبره یې ورته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ډېرو ولسوالیو خلک هره ورځ له کوره لرې کار کوي او له همدې کبله نه شي کولای پنځه وخته لمونځ د خپلې سیمې په جومات کې ادا کړي.
پر ټولنیز ژوندانه د بنديزونو لګول او په مذهبي چارو کې د طالبانو لاسوهنه نوې خبره نه ده؛ له دې وړاندې هم هغوی په بېلابېلو برخو کې د خلکو ازادي اخیستې ده.