۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د ټولو دولتي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو لوړپوړو استازو ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې په پوره دقت د استادانو چارې وڅاري.
په دغه مکتوب کې چې نن سهشنبه د غويي پر ۲۰ پر خواله رسنیو خپور شوی او د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني هم لاسلیک کړی راغلي، د استادانو د «ترفیع، ټاکنې او تبدیلۍ» په تړاو اړینه ده، چې د مفسد، نااهله او مخرب شخص معلومات په تفصیلي او لیکلې بڼه ور ولېږي.
په مکتوب کې ویل شوي، چې د مفسدو، نااهله او مخربو استادانو ترفیع، ټاکنه او تبدیلي باید اجرا نه شي.
دغه راز د پوهنتونونو له فوقالعاده استازو غوښتل شوي، د هغو استادانو مستند معلومات ور ولېږي، چې په پخواني نظام کې یې سیاسي یا نظامي مسوولیت ادا کړی یا يې له استخباراتو سره د طالبانو د ځورونې لپاره همکاري کړې ده.
دا مکتوب داسې مهال خپور شوی، چې تر دې مخکې هم لسګونه استادانو د بندیزیونو له کبله دندې پرېښي یا ګوښه شوي دي.