د طالبانو مشر په ټولو دولتي ادارو کې د ډاکترانو په ګډون د ښځينه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده. دا حکم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. تازه د کابل ستوماتولوژي روغتون ځينو روغتیاپالو احتجاج کړی دی. د طالبانو عامې روغتیا وزارت چارواکو د دغو ښځينه روغتیاپالانو له استازو سره په کتنه کې خبرداری ورکړی چې هېڅ ښځه د اعتراض حق نه لري او هغوی دې منندویه وي چې د کار اجازه یې ورکړې ده. د سرچینو د ادعاوو په حواله، په عامې روغتیا وزارت کې طالبانو ښځينه روغتیاپالو ته ویلي چې د کار منع د «الله او رسول» امر دی؛ خو دوی اجازه ورکړې چې د «حجاب او قانون» پام کې نیولو سره په روغتیايي برخو کې کار وکړي. د دغې ادعا له مخې، لاریون د طالبانو له خوا یو ناوړه کړنه او د رژیم خلاف یې ده او که څوک ترې سرغړاوی وکړي، سزا به ورکړل شي.
د کابل په ستوماتولوژي روغتون کې ځينو ښځينه روغتیاپالو سهشنبه د چنګاښ پر ۹مه د خپلو معاشونو کمېدو په غبرګون کې کاربندیز کړی دی. هغوی د دغه روغتون په انګړ کې راټولې شوې او روغتیايي پرسونل ته یې پنځه زره افغانۍ معاش طبابت او زدهکړو ته سپکاوی بللی او ویلي دي چې دا تنخوا یې ان د موټر کرایه هم پوره کولای نه شي.
سرچینې وايي چې شاوخوا درې ورځې وړاندې ځينې ښځې د نورو په استازولۍ د طالبانو عامې روغتیا وزارت ته تللې وې، څو خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي؛ خو د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو وزیر ورسره ونه لیدل. د سرچینو په خبره، له دغو ښځو سره د نوموړي وزارت معین او د مرکزي روغتونونو رییسانو لیدلي وو.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو په دې لیدنه کې ښځینهوو روغتیاپالو ته ګوتڅنډنه کړې چې له لاریون او کاربندیز لاس واخلي که نه نو په خبره یې، له سختې سزا سره به مخې شي. سرچینو د طالب چارواکو له قوله ویلي چې د دغې ډلې په باور «لاریون یو ناوړه او د اصولو په ټکر» کې دی او هېڅ وخت دې نه کېږي.
دا سرچینې زیاتوي چې طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی چې د ښځينه روغتیاپالو کاربندیز ورته ارزښت نه لري او په خبره یې، څوک چې نه غواړي کار وکړي، کور ته دې لاړې شي. د سرچینو په وینا، په عامې روغتیا وزارت کې طالب چارواکو وویل: «موږ ستاسې په کیسه کې نه یو، که کار کوئ پاتې شئ که نه نو لاړې شئ.»
د سرچینو د څرګندونو په حواله، په عامې روغتیا وزارت کې طالب چارواکو د ستوماتولوژي روغتون روغتیاپالو ښځو ته ویلي چې رییسالوزرا محمدحسن اخوند د ښځينه ډاکترانو د ستونزو د حل په موخه کندهار ته تللی دی.
دا سرچینې زیاتوي چې طالبانو ښځينه ډاکترانو ته ویلي چې هغوی دې «شکر» وباسي چې د کار اجازه یې ورکړې ده. سرچینو د طالب روغتیايي چارواکو په حواله منلې چې هغوی ښځو ته ویلي چې د کار منع یې د «الله او رسول» امر دی؛ خو دوی اجازه ورکړې چې د «حجاب او قانون» په مراعاتولو کار وکړي.
سرچینې وايي، طالبانو ویلي چې اعتراض او لاریون د دغې ډلې له اصولو بهر دي؛ خو ښځو یې پرضد کاربندیز کړی چې دا یي د رژیم بدنامولو لامل ګرځي.
دغه راز، سرچینې ادعا کوي چې طالب روغتیايي چارواکو روغتیاپالو ښځو ته ویلي، عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې وه چې معاشونه یې لوړ کړي؛ خو مشر یې امر کړی چې معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي. د سرچینو په خبره، طالبانو ښځينه روغتیايي کارکوونکو ته ویلي چې دا معاش «وروستی» نه دی او هغوی دې په تمه اوسي؛ خو لاریون دې نه کوي که نه نو سزا به ورکړل شي.
په عامې روغتیا وزارت کې طالب چارواکو ښځينه روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې هېڅکله دې هم لاریون نه کوي او د هغوی د «بدنامۍ» لامل دې نه گرځي. سرچینې زیاتوي چې طالبانو دغو ښځو ته ویلي: «تاسې خوشبخته یاست چې دندې لرئ، ډېرې ښځې دندې نه لري.»
اخوا، د کابل د عامې روغتیا مخکېني رییس خوشحال نبیزاده له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د روغتیايي کارکوونکو حقوق د دندې، بست، تحصیلي درجې او اکاډمیکو مسوولیتونو له مخې ورکول کېږي.
د کابل عامې روغتیا مخکېنی رییس ټينګار کوي چې د معاشونو سیسټم د ډاکترانو د مسوولیتونو له مخې جوړ شوی؛ خو د ډاکترانو او ټولو ښځينه روغتیايي کارکوونکو معاشونه په یو ډول او د نارینهوو له معاشه کم ټاکل شوی دی.
نبيزاده وايي چې دا پرېکړه پر حکومتولۍ د طالبانو نه پوهېدل ښيي او په وینا یې، په دې سره به ښځې په روغتیايي برخه کې له کار کولو زړه ماتې او دغه راز، روغتیايي چوپړتیاوې به اغېزمنې شي چې ټوله بیه به یې خلک پرې کړي.
د طالبانو چارو ادارې لوی ریاست تېره میاشت د خپل مشر امر ټولو دولتي ادارو ته ولېږه چې له مخې یې د ټولو ښځينه کارکوونکو معاشونه د غبرګولي له میاشتې وروسته پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی دی. هغه لیک چې د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور لاسلیک پرې شوی، راغلي ټولو هغو ښځو ته چې په مخکېني حکومت کې پر دندو ګومارل شوې دي، پنځه زره افغانۍ معاش دې ورکړل شي.
د یادونې ده چې د طالبانو پوهنې وزارت تر بلې خبرتیا د ښځينه ښوونکو معاشونه ځنډولي دي. نوموړي وزارت په یو مکتوب کې چې د دغه وزارت سرپرست حبیبالله اغا په لاسلیک صادر شوی، لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا دې د ښځينه ښوونکو معاشونه وځنډول شي. د دغه ځنډ لامل د پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو په اتومات سیسټم کې ستونزه ښودل شوې ده.