۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هغو کسانو ته پاسپورتونه نه ورکول کېږي، چې د پورونو او یا هم د اړوندو ادارو له لوري د خپلو نورو مکلفیتونو د نه پوره کولو له کبله له وتلو منع شوي وي.
دا څرګندونې نن دوشنبه د اسد په ۹مه د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ټوېټ کې کړې دي.
د هغه په خبره، هغه کسان چې د طالبانو د محکمې له لوري په سوداګريزو او مدني قضيو محکوم شوي، نه شي کولای پاسپورټونه ترلاسه کړي.
د قانع د څرګندونو پر بنسټ، هغه کسان چې د بایومټریک سیسټم له لارې ممنوعالخروج دي هم له دې ډلې څخه پاسپورټونه نه شي ترلاسه کولای.
همدارنګه، هغه ماشومان چې قانوني وکیل نه لري، د هغو کسانو له جملې څخه دي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د دغه هېواد پر وګړو د پاسپورټونو په اخیستلو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي.
هېوادوال د پاسپورټ د وېش له بهیر څخه شکایت کوي.