۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د پوځ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې پر چینايي انجینرانو برید له دغې ډلې سره هېڅ تړاو نه لري.
مجاهد شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو-ټلویزیون ته ویلي چې اسلاماباد باید خپله امنیتي کمزورتیا په خپله حل کړي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو له پاکستان سره د اړيکو د ښهوالي لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان له خوا د دا ډول تورونو دوام به دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي.
له دې دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دغه هېواد کې د ناامنیو زیاتېدو ته په اشارې سره له طالبانو غوښتي و چې ټيټيپي مشران دې اسلاماباد ته وسپاري.
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ټيټيپي او د دغه هېواد د حکومت نورې مخالفې ډلې په افغانستان کې دننه له خپلو پټنځایونو بریدونه پلان او تنظیموي.
ورته مهال، طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.