۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې فضلالحق فاروقي، نوین الحق او مجیبالرحمن ته به د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لوبو کې د ګډون اجازه ور نه کړي.
کرېکټ بورډ د دوشنبې شپه د مرغومي په ۴مه، د په یوې اعلامیه کې ویلي، نه یوازې دا چې دغو درېیو لوبغاړو ته په بهرنیو لوبو کې اجازه نه ورکوي؛ بلکې له دوی څخه یې د مرکزي تړون امتیازات هم سلب کړې دي.
دې ادارې زیاته کړې چې دغه پرېکړه یې وروسته له هغې کړې چې د دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو انکار کړی و.
په اعلامیه کې راغلي: «د یادونې وړ ده چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي، او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.»
د دې پرېکړې پر بنسټ دغه درې لوبغاړي نه شي کولای په ۲۰۲۴ کال کې د هند کرکټ لیګ کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې دغه لیګ د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې پیل شي.