له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې طالبانو ځینې کلیشې رامنځته کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. دا کلیشې په افغانستان کې د ډېرو عامو خلکو د منلو وړ ګرځېدلې وې. دا نسبي منل تر ډېره په دې دلیل وو چې خلکو ته فلټر شوي معلومات ورکول کېدل. په دې دلیل چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ازادې رسنۍ نه وې او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی په هغه څه پورې محدود و، چې پخپله طالبانو خپرول ، خلکو یوازې د مسألې ظاهري بڼه لیده. د طالبانو تبلیغاتي دستګاه په قصدي توګه دا تګلاره ټولنې ته تزریق کوله. د طالبانو چارواکو د عامه افکارو د غولولو لپاره داسې نندارې وړاندې کولې چې چې د دې ډلې له خوا په جوړو شویو کلیشو یې خلک باوري کول. دا کلیشې د طالبانو لخوا دومره تبلیغېدلې چې ورو ورو یې یو سپیڅلی اړخ خپلاوه. د جمهوریت په شل کلنه موده کې چې یوه لویه برخه یې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په وسله واله جګړه کې تېره شوه، ځینې دا سپېڅلي کلیشې ماتې شوې. ځینې نورې بیا لاهم په خپل زور سره پاتې وې. البته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په غیر مستقیم ډول د طالبانو د کلیشو له پیاوړتیا سره مرسته کړې وه. د ناامنیو دوام او په ځانګړې توګه د لویو لارو د امنیت په ټينګښت کې د حکومت کمزورتیا د دې لامل شوې وه، چې د خلکو یوه برخه پر دې باور وي چې طالبان د افغانستان په څېر ټولنه کې د امنیت راوستونکي دي. د طالبانو د واکمنۍ دویم پړاو هم د دغې ډلې پاتې کلیشې ماتې نه کړې. ازادې رسنۍ او انټرنېټ او ولسي ژورنالېزم د دغو کلیشو په ماتولو کې اغېزناک او جدي رول لوبولی دی.
۱- امنیت ټينګښت
طالبان په افغانستان کې له یوې دورې ګډوډۍ او کورنۍ جګړې وروسته راڅرګند شول. له ۱۹۹۰ لسیزې وړاندې چې طالبان د پاکستان په طرحې او ملاتړ سره سویل ته راغلل، خلکو د نا امنۍ او جګړې یوه اوږده دوره تېره کړې وه او له هغه حالته ډېر ستړي وو. په هغه وخت کې د خلکو د یوې برخې له خوا د طالبانو د ډلې منل د همدغه ناوړه وضعیت او د اوږدې مودې او پراخې ناامنۍ پایله وه. طالبان چې واک ته ورسېدل او نور ګوندونه او جریانونه یې څنډې ته کړل، په لویو ښارونو او د هېواد په ډېرو برخو کې د دې ډلې پر وړاندې مقاومت نه و، نو جګړه هم نه وه، چې د طالبانو تبلیغاتي دستګاه دا وضعیت د امنیت په مانا باله. که څه هم خلکو د طالبانو وحشيانه کړنې او د دې ډلې جنایتونه ولیدل، خو د امنیت کاذب احساس یې کاوه، ځکه چې کورونه یې د جګړې رسمي ډګر نه و. د طالبانو تبلیغاتي دستګاه چې د دې کار لپاره یې منبر او جوماتونه هم ګمارلي وو، امنیت یې د طالبانو له لوري د ډالۍ په توګه معرفي کړ. جګړه ځپلو خلکو د هدیرې امنیت د زغم وړ وباله. که څه هم د هېواد په ځینو برخو په تېره بیا په شمال او شمال ختیځ کې نښتې او مقاومتونه وشول، خو طالبانو د ازادو رسنیو پر فعالیت بندیز ولګاوه او هغه څو رسنۍ چې فعالې وې، د طالبانو د امنیت د ټینګښت روایت یې پیاوړی کړ.
د ازادو رسنیو نشتوالي د طالبانو رسنیو او تبلیغاتي ادارو ته دا زمینه برابره کړې وه، چې روایتونه جوړ کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي. دا روایتونه د پراخو تبلیغاتو له امله پر کلیشو بدل شول چې وروستی یې قدسي اړخ خپل کړ. د جمهوريت دورې په وروستیو کلونو کې که خلک د طالبانو پر وړاندې لږ ودرېدل او یا یې د حکومت ملاتړ ونه کړ، نو لامل یې همدا و، چې حکومت د یوې جدي بشري او حیاتي اړتیا په توګه د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی و. خلک هم له هغه حکومته ناهیلي شوي وو او یو ځل بیا یې د طالبانو د بدلون په تړاو د طالبانو د لابیګرانو او ان ځینو هېوادونو د تبلیغاتو له امله تصور وکړ چې د طالبانو په راتګ سره ښايي خپلې ځینې ازادۍ او حقونه له لاسه ورکړي، خو په بدل کې به یې د سر او مال امنیت ترلاسه کړي. له همدې امله د طالبانو پر وړاندې ولسي مبارزه ونه شوه.
خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دغو کلیشو کوم څه پاتې شوي نه دي. د ازادو رسنیو د فعالیت له امله – که څه هم له ډېرو ستونزو او محدودیتونو – او د انټرنیټ په اسانتیا سره، خلک یوازې د طالبانو له تبلیغاتي دستګاوو معلومات نه ترلاسه کوي. دوی د داعش له بریدونو، په هېواد کې د ترهګرو ډلو له شتوالي او د مقاومت او ازادۍ جبهو د فعالیتونو له پراختیا خبر دي. له بلې خوا پوهېږي چې طالبانو له د ټي ټي پي سره د پاکستان جګړه هم افغانستان ته راوستې ده. په هېواد کې د ترهګرو ډلو لخوا رامنځته شوې پراخه ناامني نوره پټه نه ده. په هېواد کې د داعش د حضور په تړاو د طالبانو پرلپسې نټه هم اغېزناکه نه تمامېږي او خلک پر هغه څه باورکوي چې ګوري یې نه د طالبانو په قسمونو.
له بلې خوا په هېواد کې د بې وزلۍ پراختیا د غلاوو د څپې لامل شوې ده. د جمهوریت په وروستیو کې د جیب وهونکو فعالیت خورا زیات شوی و، خو د طالبانو په راتګ سره د پورتني کلیشې تر اغیز لاندې تر یوه بریده پورې کم شو. خو ورو ورو یې یو ځل بیا زور واخیست. اوس یو ځل بیا جیب وهونکي فعال شوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر وسله وال غله د طالبانو په څېره او بڼه د خلکو کورونو ته ننوځي او د خلکو مالونه لوټي. طالبان هم په بېلابېلو نومونو له خلکو باج اخلي. دې ټولو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خلکو د سر او مال امنیت په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
۲- له فساد سره مبارزه
دوی مالي او اداري فساد د جمهوریت د سقوط یو لامل ګڼي. د اسلامي جمهوریت د بیروکراسۍ په دستګاه کې فساد او واسطه بازۍ د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړی و. طالبانو هم له دغه حالته پوره ګټه پورته کړه او له فساد سره د مبارزې په تړاو یې خپله زړه او پخوانی کلیشه تبلیغ کړه. د دې کلیشې په تړاو پورتنی دلیل یوه ښکاره بېلګه ده؛ یعنې د طالبانو په لومړي امارت کې خلک له داسې محدودو اطلاعاتو سره مخ وو چې د طالبانو د تبلیغاتي دستګاه لخوا له څو فلټرونو وروسته تر خلکو رسېدل. دا معلومات په داسې ډول طراحي کېدل چې خلک پر دې باور کړي چې طالبان له فساد سره مبارزه کوي یا د دې ډلې غړي د فساد په بېلابېلو ډولونو ککړ نه دي.
خو دا ځل وضعیت بل ډول دی. ازادې رسنۍ او د څار بنسټونه په دوامداره توګه د طالبانو د اختلاس او مالي او اداري فساد په اړه راپورونه خپروي. د دې تر څنګ خلک د تذکرو، پاسپورټونو، د زیږون د کارتونو، د نکاح خطونو، د موټر چلولو د لایسنسونو د اخیستو او ان په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره په کتارونو کې د انتظار پر مهال له واسطه بازۍ او د بډو له اخیستو سره مخ دي. هغه خلک چې د جمهوریت پر مهال به یې پاسپورت په ۵۷۰۰ افغانیو اخیست، اوس له یوه یا دوه کالو منډو وروسته هماغه پاسپورټ له تور بازاره په ۲۰۰۰ ډالرو اخلي او يیسې یې مستقیماً طالبانو ته ورکوي. مالي فساد یوازې په دغو ادارو پورې محدود نه دی، بلکې د طالبانو او د دې ډلې د دویم امارت ټول میکانیزمونه یې ککړ کړي دي. په دې وروستيو کې يوه ښوونکي په خپلو خبرو کې وویل چې د يوې ولسوالۍ د پوهنې مدیر د هر ښوونکي د مکتوب لپاره يو مشخص نرخ ټاکلى او که څوک دغه اندازه بډې ور نه کړي، مکتوب يې هم نه ورکول کېږي. هغه زياته کړه، چې له يوه ښوونځي بل ښوونځي ته د يوه ښوونکي د لېږد د مکتوب لپاره ١٠زره افغانۍ او د تقرر د مکتوب لپاره ٣٠زره افغانۍ ټاکل شوې دي. د بندیانو په تړاو ډېر راپورونه خپاره شوي چې طالبان خلک نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کوي. دا پېښې یو مورد او دوه مورده نه دي چې ځینې خلک ترې ناخبره وي. نو که ان رسنۍ هم د طالبانو د اداري او مالي فساد په تړاو راپور چمتو او خپور نه کړي، د دې ډلې ورځنی چلند د ټولنې لپاره یوه بله ګویا ژبه ده، چې له فساد سره د دې ډلې د مبارزې د کلیشې د ماتېدو لامل شوې ده. نو فساد د سیوري په څېر هر چېرته له دوی سره شته او د دې ډلې د امارت هم قامته دی.
د طالبانو د بېلابېلو اړخونو تر منځ وخت ناوخته د عايداتو د سرچینو پر سر جنجالونه هم دا ښیي چې طالبان د هغه څه اپوټه چې تبلیغ یې کوي، د دنياوي مالونو په مقابل کې بې پروا نه دي. حقاني شبکه چې د ډېرو ولایتونو په سقوط کې یې مرکزي رول لوبولی، ځان یې د عوایدو د کنټرول حقداره ګاڼه او په همدې پار یې د کانونو، ګمرکونو او د پاسپورت ریاست په څېر ځينې عایداتي ادارې په خپل کنټرول کې راوستې. وروسته د طالبانو مشر په یوه حکم کې د حقاني شبکې له کنټروله ګمرکونه واېستل او په خپله یې د هغو کنټرول په لاس کې واخیست. کانونه یې هم ورو ورو د حقاني له کنټروله واېستل. د پاسپورټ ریاست د کنټرول پر سر د سراج الدین حقاني او ملا برادر د ډلو ترمنځ په میاشتو میاشتو شخړه روانه وه او د څو میاشتو لپاره د دغه ریاست له بندیدو وروسته ملا برادر وتوانید چې عالم ګل حقاني له واکه لیرې کړي او د هغه پر ځای خپله مهره وټاکي څو پخپله د پاسپورټونو د تور بازار مدیر وي.
د طالبانو د فساد بل اړخ په پراخ اخلاقي فساد د دې ډلې اخته کېدل دي. لکه څنګه چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې د مشرانو او قوماندانانو ترمنځ د « بچه بازۍ» دود ډېر عام و، دا ځل هم هماغه حالت دی. په تېرو دوه نیمو کلونو کې په رسنیو کې د دغې ډلې د اخلاقي فساد په تړاو ټکان ورکوونکي راپورونه او روایتونه خپاره شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، طالبانو یو شمېر ښځې تښتولي او په خپلو جنسي غلامانو یې بدلې کړي دي. د دې ډلې د جنسي تېریو کیسې او د دوی د بې نکاح اړیکو کیسې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې رسنیزې کیږي، د دې اخلاقي فساد یوه وړه بېګله ده. د اطلاعات پر خپرېدو د طالبانو د پراخ کنټرول او د طالب مشرانو د احتیاط له امله د طالبانو د پراخ اخلاقي فساد ډېرې کمې پېښې ډاګیزې کیږي. په هرصورت، همدغو څرګندو مواردو هم له فساد سره د دې ډلې د مبارزې کلیشه ماته کړې، چې نور په لنډ وخت کې په هیڅ ډول تبلیغاتي دستګاه سره نه شي ترمیمېدای.
دوام لري…