۸صبح، غور: په غور کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه هستوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پېل شوې دي.
د دغه ښارګوټي جوړېدو چارې یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې پېل شوې.
دا ښارګوټی د غور مرکز فیروزکوه اړوند په «پشته ګاو مرک» سیمه کې جوړېږي.
د دغه ښارګوټي د پرانېستو په مراسمو کې ملا برادر ویلي چې دا ښارګوټي د زرو سېلاب ځپلو کورنیو لپاره په پام کې نیول شوی او دوی به یې ۲۰۰ هستوګنیز کورونه جوړ کړي.
که څه هم نوموړي په ښارګوټي کې د ۸۰۰ نورو کورونو د جوړېدو په اړه څه ونه ویل؛ خو هغه له نړیوالو بنسټونو، موسسو، سوداګرو او وسمنو کسانو غوښتي چې د دغه ښارګوټي په ودانولو کې مرستې وکړي.
طالبان داسې مهال د دغه ښارګوټي د جوړولو چارې پېل کړې چې په غور کې د ځپوونکو سېلابونو له راوتلو نږدې دوه میاشتې تېرېږي او دغه راز، د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې خلکو ته پوره مرستې رسېدلې نه دي او په ناوړه وضعیت کې شپې ورځې تېروي.
په غور کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۶۰ کسان مړه او نږدې ۱۰ زره کورونه او څه باندې درې زره دوکانونه یې اغېزمن کړل.