په افغانستان کې ځینې ناخوالې په کلتوري افتونو پورې تړلې دي. یو له دغو اوږدمهالو افتونو د غوړه مالۍ کلتور دی. یو شمېر هغه کسان چې خپل ځان ته ارزښت نه ورکوي، په عام محضر کې د واک او شتمنۍ د خاوندانو ستاینه کوي، څو د هغوی پام ځانته را واړوي او له دې لارې د یوې مړۍ ډوډۍ څښتن شي، که څه هم چې ټولنه پر هر ډول بدمرغیو او ناورینونو اخته وي. موږ ټولو د دغه شرمناک عمل بېلابېلې بېلګې ليدلې دي، او نن سبا چې ډله ييزې رسنۍ او ټولنيزې شبکې په پراخه کچه کارول کېږي، ډېرې بېلګې يې وينو. د چاپلوسۍ یوه عامه بېلګه دا ده چې کله یو څوک پر یوه دولتي پوست وګومارل شي نو د مبارکۍ پیغامونه ورته وړاندې کېږي او د هغه د «پر ځای» ګمارنې ستاینه کېږي. ځینې نور بیا سره راټولېږي او مبارکۍ ته د ورتګ ترڅنګ، د نوي ټاکل شوي کس پر اوږو چپنه وراچوي. ځینې یې له دغه دولتي چارواکي سره عکسونه هم اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي، ان که هغه کس د تښتونې او جرم یا په کومې ترهګرې ډله کې د غړیتوب مخینه هم ولري.
لومړۍ پوښتنه چې باید له دغو چاپلوسانو وشي دا ده چې ولې پر یوې دولتي څوکۍ ګومارل باید مبارکي ولري. مبارکي هلته ورکول کېږي چې یو څوک ارزښتناکه لاسته راوړنه او د پام وړ بریالیتوب ولري او تلپاتې کار ترسره کړي. دغه کس چې دغه مقام ته رسېدلی دی، ان که د علمي استعداد او بډایه مسلکي تجربې له مخې دې مقام ته رسېدلی وي، لا یې په دې مقام کې داسې څه نه دي کړي چې د مبارکۍ وړ وي. هغه یوازې هغه وخت د مبارکۍ ورکولو وړ دی کله چې یې دنده په ستاینې وړ بریالیتوب سره ترسره کړې وي او یوه ښه کارنامه یې پرېښې وي. له غوړه مالۍ ډک چلند د دولتي مسوولانو د روحیې د بدلېدو لامل کېږي او په هغوی کې یو داسې کاذب باور رامنځته کوي چې ګواکې د ځانګړې وړتیا پر بنسټ، پر دې مقام ګومارل شوي دي. دا د دې لامل کېږي چې مسوولان خپل مهارتونه او وړتیاوې لوړې نه کړي او د دې تر څنګ له خپلو تر لاس لاندې کسانو او مراجعینو سره فرعوني چلند ته مخه کړي. دا چاره د وخت په تېرېدو سره د داسې وړو او متکبرو دیکتاتورانو د تولید لامل کېږي چې له کومې لاسته راوړنې پرته وویاړي او کبر وکړي.
له بلې خوا هغه هېوادوال چې د دغه ډول چاپلوسانه چلندونو شاهدان وي او د دغو غیر اخلاقي کړنو پر وړاندې هېڅ ډول اعتراض نه ویني، د دولتي چارواکو او عامو وګړو تر منځ له ناوړه اړیکو سره عادت کېږي او هغه یو عادي حالت ګڼي. د شرعادي کول تر خپله شره ډېر بد دي او ډېرې له زیان ډکې پایلې لري. په نوره نړۍ کې په تېره بیا په پرمختللیو هېوادونو کې دا ذهنیت بنسټیز شوی چې کارمندان ان د وزیرانو په کچه د هغو کسانو مزدوران دي چې په پیسو یې دې مقام ته رسېدلي او مکلف دي چې غوره خدمتونه وړاندې کړي. دوی باید د هرې پوښتنې پر وړاندې ځواب ویونکی او د هرې تېروتنې پر وړاندې مسوولیت منونکي وي. له همدې امله، دا د خلکو لپاره خورا عادي خبره ده چې وګوري یو جګپوړی دولتي چارواکی په عمومي نقلیه وسایطو لکه رېل ګاډي اومټرو کې سپور وي، له دې پرته چې څوک خپل ځای ورته خالي کړي او یا یې پر حضور باک راوړي. تر هغو چې پر بې ځایه ستايونکو نيوکې ونه شي او غوړه مالي د شرم وړ وګڼل شي او چاپلوسان د شرم سرچينه ونه پېژندل شي، د استبداد او دیکتاتورۍ بنسټونه به کمزوري نه شي او خلک به له مریتوب او غلامۍ خلاصون ونه مومي. دا کلتور باید له منځه ولاړ شي او اجازه ورنه کړل شي چې ذلت، د ظلم منل او د مریتوب عادت د هر چا په ذهن او روان کې بنسټيز شي. موږ باید یو داسې کلتور رامنځته کړو چې ازاد او ویاړلي انسانان یې له لمنې راوټوکېږي او د هر ډول ظلم او استبداد مخه ونیسي. غوړه مال او غلام صفته انسانان د مستبدانو د پيدايښت او پالنې لامل دي.