۸صبح، کابل: په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال مارکس پوتزل سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو د افغانستان په هکله خبرېاترې کړې دي.
شینګ یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه په خپله اېکسپاڼه کې ليکلي چې دوی له يوناما سره د چين د همکارۍ د پياوړتيا پر څرنګوالي هم خبرېاترې کړې دي.
په افغانستان کې د چین سفیر د دې ناستې په هکله نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
ټاکل شوې د افغانستان په هکله د دوحې درېیمه ناسته د روانې میاشتې په پای کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور او د ملګرو ملتونو په نوښت په قطر کې جوړه شي.
که څه هم تر اوسه د دې ناستې اجنډا نه ده په ډاګه شوې؛ خو ویل کېږي چې د افغانستان په هکله به د نړیوالې ټولنې کړنلاره وڅېړل شي.