۸صبح، کابل: اروپايي ټولنې ویلي، په افغانستان کې یې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو بشري مرستو وړاندې کولو لپاره ۲۰۰ زره یورو چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.
اروپايي ټولنې دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به په اغېزمن شویو په ځانګړې توګه لویدیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې له ۲۸ زرو کسانو سره وشي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې مرستو کې به ورځني اړتیاوې لکه روغتیايي چوپړونه، سرپناه او د پخلنځي توکي وي.
له څو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو لامله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو لامله د اوبو رسونې ځينې شبکې زیانمنې شوې دي.
ځيني سېلاب ځپلي بیا وايي چې دمګړۍ یې بېړنۍ اړتیا خواړه، اوبه او سرپناه ده.