۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد کاکابایویچ قربانوف د افغانستان په هکله خبرېاترې کړې دي.
یوشیایونګ جمعه شپه، د کب پر ۴مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دا لیدنه په عشقآباد کې شوې ده.
یوشیایونګ په دې لیدنه کې ویلي چې چين په ۲۰۲۴ کال کې د ترکمنستان په کوربهتوب د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د پنځمې ناستې ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته کړې: «موږ د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپلې ګډې هڅې زیاتوو.»
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه ناسته د ۱۴۰۲ کال د وري میاشت په ازبکستان کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او له دغه هېواد سره یې د همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.
د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ سولهییزه، باثباته او خوندي پوله حیاتي او د ټولو خواوو په ګټه ده.