۸صبح، کابل: د ملګروملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي غړو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه دولت جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش، د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۳۱مه ، ددغه سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې، خبریالانو ته ویلي چې، د امریکا، چین، روسیې، فرانسې او برتانیې له طالبانو غوښتي داسې دولت جوړ کړي چې په هغه کې د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
دغه راز د همدغو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې په افغانستان کې دې له توپیر پرته سوله او ثبات رامنځته شي. ګوتریش خبریالانو ته ویلي چې، د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړو د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، افغانستان په هېڅ ډول شرایطو کې باید د ترهګرو لپاره په امن او پټنځای ځای بدل نه شي.
د ویلو ده چې، د طالبانو لخوا د سیاسي واک د ترلاسه کولو او له افغانستانه د امریکایي او ناټوځواکونو له وتلو سره هم مهاله، د بیا ځلې لپاره په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو د ځواکمنیدا اندېښنې زیاتې شوې.
لویدیځ هېوادونه اندېښنه لري وایي، داسې نه شي چې، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل او له دې ځایه پر لوېدیځو هېوادونو د بریدونو پلانونه جوړ او عملي کړي. وړاندې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، که طالبان ونه توانېږي چې د نړیوال تروریزم د پرمختګ مخه ونیسي، هېواد یې پر افغانستان د هر ډول برید لپاره چمتو دی.
د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړو په داسې حال کې له طالبانو غوښتي چې پراخ بنسټه دولت جوړ کړي چې، هغوی د وږي په ۱۶مه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. طالبانو د وږي په ۱۶مه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. د اعلان شوي نوملړ له مخې، ملا محمد حسن آخوند، د رییس الوزرا، ملا عبدالسلام حنفي او ملا عبدالغني برادر د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي دی. په اعلان شوې کابینه کې، د ګڼو قومونو استازي شتون نه لري. دغه راز د طالبانو په کابینه کې د ښځو استازي هم نشته او د ښځو چارو وزارت هم لغوه شو.