۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې طالبانو د دې ډلې له یوې «جهادي مدرسې» څخه د زدهکوونکو د فراغت مراسمو د تر سره کېدو په موخه د دغه ولايت د مرکز ډېری لارې د تګراتګ پر مخ تړلې دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د یکشنبې ورځ، سلواغې ۸مې د سهار راهیسې د خوست ښار مرکز ته غځېدلې ټولې لارې د طالبانو له خوا تړل شوې دي.
پر دې سربېره طالبانو د فوټبال لوبغالي ته څېرمه دوکانونه چې د دې غونډې ځای دی، تړلي دي.
په ورته وخت کې د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو دغه کړنه «جبري» بولي او زیاتوي چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د خوست اوسېدونکي وايي چې روغتيايي مرکزونو ته د غځېدلو لارو د بندېدو له امله ان ناروغان له سهار راهيسې په «لاربندي» کې ایسار پاتې دي.
دغهراز د خوست په مرکز کې د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو يو شمېر زدهکوونکي هم ونه کړای شول چې نن خپلو ټولګيو ته حاضر شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د خوست ولایت د فوټبال په لوبغالي کې د خپلو غونډو له امله لارې د تګراتګ پر مخ تړلې وې.
طالبان په داسې حال کې خپلې ناستې او غونډې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کوي چې د دې ډلې مشران تل په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعاوې کوي.