۸صبح ورځپاڼې یو څېړنیز راپور خپور کړی چې ښيي طلبان په افغانستان کې القاعده شبکې او ټي ټي پی ته ښارګوټي جوړوي. که څه هم د ۸صبح ورځپانې راپور په دې برخه کې د نورو راپورونو پرتله ډېر جزئیات لري. خو یو شمېر څېړنیزو مرکزونو چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري، له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شوی دی. د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د ایمن الظواهري وژل کېدل، د القاعدې د اوسني مشر سیف العدل لخوا خپلو پلویانو ته افغانستان ته د راتګ او د طالبانو له تجربو د ګټې اخیستو بلنه او دغه راز د افغانستان په سویل کې د پاکستان لخوا په پرلپسې ډول د ټي ټي پي د قوماندانانو وژل کېدل په دغه هېواد کې د ترهګرو او اورپکو ډلو د فعال حضور ښودنه کوي. هغه ټکی چې د نړۍ ډېری څېړنیز مرکزونه او ژورنالیستان پرې موافق دي دا دی چې په افغانستان کې لسګونه ترهګرې ډلې حضور لري او طالبان د هغو کوربتوب کوي. دغه ډلې د خپل وجودي ماهیت او تفکر د بڼې له امله د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت او ټيکاو ته جدي ګواښ دی. په راتلونکو کلونو کې به افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د خبرونو په سر کې وي.
ظاهراً تاریخ د تکرارېدو په حال کې دی. په اتیایمو او نوي یمو زېږدیزو لسیزو کې لویدیځو قدرتونو په پاکستان او افغانستان کې د نړۍ له ګوټ ګوټه جهادي ډلې راغونډې کړې څو په افغانستان کې د سره پوځ حضور وننګوي، هغوی ته یې وسلې او لوژیستیکي مرستې برابرې کړې او د هغوی تندلارې فعالیتونه یې د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا د لویو تګلارو په ګټه وکارول. هغه مهال په ځینو لوېدیځ پلوه رسنیو کې د عبدالله عزام، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په څېر کسان د مطلوبو عناصرو او اتلو جنګیالیو په توګه یادېدل او د « الحاد او شوروي اتحاد» پر ضد مبارزه کې د هغوی رول ستایل کېده. وروسته څرګنده شوه چې له ترهګرو ډلو د امریکا او د هغې د متحدینو بې دریغه ملاتړ د داسې څه لامل شو چې د لوېدیځ له کنټروله بهر و. هماغه ډلې او کسان چې يو وخت يې د ختیځ بلاک پر وړاندې د لوېديځ تر څنګ پر جګړه بوخت وو، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو او حالات بدل شول او نړيوالو اړيکو نوی رنګ خپل کړ، د لوېديځ د لومړۍ درجې دښمنان شول او د لوېديځ او په سيمه کې یې د هغه د متحدو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخ کړې. په هغه وخت کې لوېدیځو سیاستوالو پخپله اعتراف وکړ چې لوېدیځ ته د ترهګرو ډلو لخوا راپیدا شوي ننګونې د لوېدیځو قدرتونو د چلند او په سیمه کې د شوروي د ګټو د زیانمنولو لپاره په منځني ختیځ کې له افراطي ډلو سره د دغو قدرتونو د ملګرتیا پایله وه.
داسې ښکاري چې په افغانستان کې ورته کیسه په ځینو توپیرونو سره یوځل بیا تکراریږي. دا ځل هم امریکا او متحدین یې پر دې باور دي چې له طالبانو سره د زغم او جوړجاړي له لارې کولای شي په سیمه کې خپلې جیو پوليټیکې ګټې خوندي کړي. ښکاره خبره ده چې افغانستان ته په اوونۍ کې د ډېرو پیسو لیږل چې د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط مخه نیسي، د خدای لپاره نه ترسره کیږي او په بدل کې یې راکړه ورکړه شته. ویل کیږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې په تړون کې ځینې ناافشا شوې مادې شته. احتمالا، د دغو مادو له مخې، طالبان مکلف دي چې د امتیازاتو په بدل کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو ګټې خوندي کړي. اوس په دوحه کې درېیمه غونډه وشوه. طالبانو د ویاند په وینا په دې غونډه کې به پر طالبانو د بانکي بندیزونو په تړاو خبرې شوي دي. ښايي لوېديځ پر دې قانع شي چې د طالبانو پر رژيم ځينې لګيدلي بانکي او اقتصادي بنديزونه لېرې کړي او له دغې ډلې سره مرسته وکړي چې د هېواد کمزوری اقتصاد. بېرته وغوړوي.
امریکایانو او اروپایانو دا څرګنده کړې چې د طالبانو پر وړاندې د وسله والې او نظامي مبارزې ملاتړ نه کوي، ځکه دوی له طالبانو سره وسله واله مقابله سم غوراوی نه ګڼي. دا یو لوی امتیاز دی چې لویدیځ طالبانو ته ورکړی او له دې پلوه یې د هغوی خیال ارام کړی دی او طالبانو ته یې اجازه ورکړې چې خپل وسله وال مخالفین په بشپړې ازادۍ سره وځپي. دا به ساده تصور وي چې فکر وکړو لوېدیځ دا کار له طالبانو له امتیاز اخیستو پرته کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د طالبانو له استازو او نړیوالو سازمانونو سره په څو غونډو کې هڅه کړې چې له طالبانو سره د اقتصادي ننګونو په لېرې کولو کې مرسته وکړي. ټام ویسټ او نور پر دې باور دي چې که په افغانستان کې اقتصادي نظام له جدي ستونزې سره مخ شي، نو له دغه هیواده د ډله ییزو کډوالو او اروپایی هیوادونو ته د کډوالو د ورماتېدو په ګډون به داسې پایلې به ولري چې تاو به یې هرو مرو لوېدیځ هېوادونه اغیزمن کړي، دا د قضیې ظاهري بڼه ده. خو واقعیت دا دی چې طالبان د استخباراتي لوبو په پایله کې واک ته رسیدلي.
روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره له خوشبینۍ ډک چلند کوي او پر دې باور دي چې د طالبانو واکمنېدل په افغانستان کې د امریکا د ماتې پایله ده. له همدې امله دوی د طالبانو د واکمنۍ دوام په سیمه کې د امریکا د ګټو په زیان ګڼي او هڅه کوي چې د طالبانو سیاسي ملاتړ وکړي. ښايي په دې برخه کې سمه شننه دا وي چې دغه هېوادونه هڅه کوي په یو ډول له طالبانو سره جوړجاړی وکړي څو احتمالي زيانونه راکم کړي، په تېره بيا دې ته په پام سره چې داعش او ورته ډلې په سيمه کې فعالې دي او لومړيتوب یې دغو هېوادونو ته زيان رسول دي. روسیه، چین او ایران له طالبانو سره د «زما د دښمن دښمن زما دوست دی» د فورمول پر بنسټ تعامل کوي. ښکاره خبره ده چې هر هېواد له نورو اړخونو سره د تعامل لپاره خپل مجبوریتونه او لومړیتوبونه لري، خو بیا هم دا تصور چې طالبان د لویدیځ له ګټو سره په ټکر کې دي او په افغانستان کې د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو ګټې ګواښي، پر ښکاره حقایقو د سترګو پټولو یوه بېلګه ده. طالبان هڅه کوي چې ځان د ازادۍ غورځنګ او د امریکا د ګټو پر ضد وښيي، خو د دې ادعا د ردولو لپاره ډېر شواهد شته.
له بده مرغه هغه څه چې له پامه غورځول شوي د افغانانو طبیعي حقونه او ازادۍ دي. له طالبانو سره د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو په تعامل کې په افغانستان کې بشري حوقونه او د ښځو، لږکیو، قومونو او بېلابېلو مذهبونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د چین، روسیې او ایران لپاره بشري حقونو او د ښځو حقونو هېڅکله هم ډېر اهمیت نه لاره، ځکه چې په دغو هېوادونو کې رژیمونه د بشري حقونو په تړاو بېل تعریف وړاندې کوي چې د هغو له دود شوي تعریف سره په ټکر کې دی، خو د لوېدیځو قدرتونو لپاره چې تل یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو خبرې کولې او په افغانستان کې یې د خپل حضور پرمهال دا شعارونه ورکول چې دلته د ډیموکراسۍ د پلي کولو او د بشري حقونو له مفاهیمو سره د وګړو د آشنا کولو لپاره راغلي کله له طالبانو سره داسې چلند کوي چې ته به وایي دا ډله د افغانستان مشروع حکومت ده او انساني ارزښتونو او بشري حقونو ته ژمنه ده او د ښځو او نارینه وو حقونو او ازادیو ته ژمنتیا لري او په هیواد کې سیاسي، کلتوري او مذهبي تنوع او کثرت پالنه په رسمیت پېژني. دا منو چې د بشري حقوقو د مفکورو سرچینه لوېدیځ دی او لوېدیځو پوهانو او مفکرینو د دې مفاهیمو لپاره تیورۍ جوړې کړې دي او د پراختیا لپاره یې سخت کار کړی او له دې اړخه موږ د لوېدیځو فیلسوفانو او مفکرینو پوروړي یو. خو له دې حقيقته انکار نه شي کيداى چې کله کله دغو لويديځو قدرتونو په نړۍ کې د بشر د حقوقو د ډيرو مخالفو رژيمونو ملاتړ کړى او په ځينو مواردو کې يې ولسي او مشروع نظامونه نسکور کړي او د خلکو د رايو سپکاوی يې کړې ده. په لوېدیځ کې سیاستوالو او د واک مرکزونو په وار وار دا خبره په عملی ډول څرګنده کړې چې له بشری حقونو سره د وسیلې په توګه چلند کوي او د خپل مصلحت په رڼا کې خورا ظالمو او ځپونکو رژیمونو ته هم د دوستۍ او ملګرتیا لاس ورکوي.
یو بل عامل چې لوېدیځ قدرتونه یې هڅولي چې له طالبانو سره ښه چلند وکړي، د دغو هیوادونو په سیاست کې شته سیاسي ریالېزم دی. دغه هېوادونه چې ګوري طالبان د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمن دي، په هېواد کې یې د منلو وړ نظم او امنیت ټینګ کړی او خپل ټول مخالفان یې له صحنې اېستلي، له طالبانو سره له راکړې ورکړې پرته بله چاره نه ویني. لوېدیځ قدرتونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دي او له طالبانو پرته بله ډله نه شي کولای چې دغه ګټې خوندي کړي. د طالبانو مخالفې ډلې دومره تیت او پرکې او بې پلانه دي چې لږ تر لږه په لنډه موده کې د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو لپاره راښکون نه شي لرلای. د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د مخالفو سیاسي ډلو او مدني بنسټونو نشتوالي هم دا حقیقت په ډاګه کړ چې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه طالبان په افغانستان کې د مذاکراتو او تفاهم د یوازیني اړخ په توګه پیژني. دا چې طالبان په اوږدمهال ې نړۍ او سیمې ته خطرونه ورپېښوي، اوسمهال څوک ورته دومره پام نه کوي. په ۲۰۰۱ کال کې احمدشاه مسعود اروپا ته د سفر پرمهال جورج ډبلیو بوش ته، چې تازه ولسمشر شوی و، پیغام واستاوه چې طالبان د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربانه دي او که امریکا په دې برخه کې کومه چاره ونه لټوي، نو امریکا به هم د ترهګرو له بلا خوندي پاتې نه شي. د مسعود له څرګندونو یوازې څو میاشتې وروسته په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې وشوې او د مسعود وړاندوینه سمه ثابته شوه.