۸صبح، کابل: له افغانستان څخه د تاجیکستان مرزي سیمو ته د توغندیو تر توغېدو وروسته، د روسیې او تاجیکستان مشران د افغانستان د تحولاتو په هکله سره غږېدلي دي.
ټاس خبري اژانس د تاجیکستان د ولسمشر د رسنیو له دفتر څخه د یوې خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشران د افعانستان پر اندېښمنوونکي بدلون او د تاجیکستان پر مرزي وضعیت خبرې کړې دي.
که څه هم په بیانیه کې زیات جزیات نه دي په ډاګه شوي؛ خو ویل شوي چې د تاجیکستان امنیتي اندېښنو په اړه ښايي د ټولیز امنیت د تړون سازمان په سرمشریزه کې خبرې وشي.
دا ناسته د مې پر ۱۶ د روسیې په کوربه توب جوړېږي.