۸صبح، کابل: د شانګهای د همکاریو سازمان د ۲۳مې آنلاین غونډې په پای کې په یوه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د ټولګډونه او خپلواک حکومت د جوړېدو غوښتنه وشوه.
دغه پریکړه لیک چې د سه شنبې په شپه (د چنګاښ يه ۱۳مه) د هند د لومړي وزیر لخوا خپور شو، په افغانستان کې د ټولو سیاسي، مذهبي او توکمیزو ډلو په ګډون د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار شوی، او د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو دا کار اړین بللې دی.
د دغه سازمان په پرېکړه ليک کې راغلي:«د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په دې باور دي چې په سيمه کې د امنيت او ثبات د ټينګښت او پياوړتيا يو مهم عامل د افغانستان د حالاتو ژر سمول دي. دوی د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز هېواد په توګه له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د پاک افغانستان د جوړېدو ملاتړ کوي.»
له بلې خوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې آنلاین غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د معنا لرونکي تعامل غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړی:«یو سوله ییز او باثباته افغانستان نه یوازې د دغه هېواد خلکو ته اقتصادي ګټه رسوي، بلکې د شانګهای د غړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره هم لاره پرانیزي.»
لدې مخکې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چې د غونډې مشري یې کوله وویل، د افغانستان خاوره باید د سیمې د بې ثباته کولو لپاره ونه کارول شي.
د طالبانو له خوا د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو له غوښتنو سره سره دغې ډلې تر اوسه دغو غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.
د یادونې وړ ده، چې پرون د شانګهای سازمان آنلاین غونډه د افغانستان او اوکراین او په دغه سازمان کې د ایران د دایمي غړیتوب په اړه د طالبانو له حضور پرته ترسره شوه.