۸صبح، تخار: د تخار ښاروالۍ د بیو د کنترول کمېټې ویلي، د دغه ولایت مرکز کې یې ځينې نانوایانې ارزولي او هغه نانوایانې یې چې له ټاکل شوې نرخ پاڼې یې سرغړونه کړې وه او د ډوډۍ وزن یې کم و، تړلې دي.
د تخار ښاروالۍ یکشنبه د جدي پر دولسمه هټۍ والو او نانوایانو ته خبرداری ورکړی، چې له ټاکل شوي نرخ پاڼې سرغړونه ونه کړي؛ که نو له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.
په هېواد کې د وروستیو بدلونونو وروسته د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. ځينې نانوایانو د اوړو د لوړې بیې له کبله د ډوډۍ وزن کم کړی دی.