۸صبح، کابل: د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاریو چلوونکو ته د «سفر ځانګړی اجازهلیک» ورکړي.
اېکسپرېس ټریبیون د یکشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۵مه د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدي په حواله راپور ورکړی چې دا وړاندیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او د موټرچلوونکو د تګراتګ د اسانتیا په موخه شوی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، که دغه طرحه ومنل شي، د ویزې پر ځای به له زرو زیاتو موټرچلوونکو ته د «سفر ځانګړی اجازهلیک» ورکړل شي.
د سرحدی په خبره، لارۍ باید د پاکستان او افغانستان په ګمرکونو او ترانسپورتي څانګو کې ثبت شي.
د یادونې وړ ده چې په باروړوونکو موټرو کې د افغان موټر چلوونکو لپاره د پاکستان د ویزې او پاسپورټ د لرلو موده د فبرورۍ تر پایه پای ته رسېږي.
پاکستان د جنورۍ پر ۱۲مه خپلې ټولې دروازې د افغان ترانزیتي موټرو پر مخ وتړلې او له دوه اړخیزو خبرو اترو وروسته د جنورۍ په ۲۳مه دغه دروازې بېرته پرانیستل شوه.
هغه مهال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي وو چې د پاکستان حکومت افغان باروړوونکو موټرو ته د پاسپورټونو او ویزو د ترلاسه کولو لپاره د فبرورۍ تر پایه وخت ورکړی؛ خو موټرچلوونکي وايي چې په افغانستان کې د پاسپورټونو او ویزو ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.