د نړۍ زیاتره هېوادونه د جهل او جمود له هغې دورې تېر شوي دي چې ترقي، علم، ازادي، پرمختګ او مدنیت ته د بشر لاره پرې پرته ده. د اسلامي هېوادونو له جملې هم ځينو هېوادونو په بریا دغه مرحله تېره کړه او نن د ترقۍ، مدنیت، علم او ټیکنالوجۍ په میدان کې له نورو هېوادونو سره اوږه په اوږه سفر کوي.
یو شمېر اسلامي و غیراسلامي هېوادونه لا هم تر دې دورې نه دي تېر شوي، ځينې يې اوس ور داخل شوي او په ځینو کې لا هم د ظلمت، جهالت او جمود سلطه ټینګه ده، د علم پلوشې خپرېدو ته نه پرېږدي، د ازادۍ مرغه ته د خپلو نغمو د ږغولو اجازه نه ور کول کېږي، د ترقي او پرمختګ لار يې د خدای د دین په نامه خلکو ته حرامه کړې ده او خپل فکري و نظري تمرکز يې د سبا پر ځای پرون ته ګرځولی دی.
دغه ډول هېوادونه د نړۍ مترقي او مخ پر وده هېوادونه د درېیمې نړۍ په نامه یادوي.
له بده مرغه زموږ هېواد د درېيمې نړۍ د هېوادونو په لومړي کتار کې ولاړ دی، هغه چې لا هم د جهالت توره ورېځ پر خپره ده، تیارې پر واکمنې دي، د علم ډیوه چا نه ده بله کړې، د سباوون راختلو ته هیلې تتې شوې دي، د تاریکو ورېځو تراکم ورځ تر بلې زیاتېږي او د کښې له خوا نور تور دودان ور پورته کېږي چې د تاریکۍ په زیاتولو کې ځمکه هم خپله ونډه ښه ډېره غوښنه کړي.
زموږ د هېواد معاصر تاریخ کې که وکتل شي، نو به ورته جوته شي چې دلته د پرمختګپالو او شاتګپالو ترمنځ په ځلونو ځلونو مستقیمې او نامستقیمې نښتې شوې دي، یو له بل سره لاس ګرېوان شوي دي، دا چې ترقي خوا ځواکونه په ملت کې پياوړې ريښې نه لري، ملت تر اوسه هم په تیاره کې پروت دی، د مدنیت، ترقۍ، ازادۍ، علم، سوکالۍ او بشري ارزښتونو لور ته يې اجتماعي او یو مخیز یون نه دی پيل کړی، له دې امله هغه عناصر چې ملت د همدې ارزښتونو لور ته رهبري کول غواړي، هر ځل ماته خوري او هیواد و ملت بیا هم په تپو تیارو کې پاته شي.
زموږ د هېواد ترقي خوا عناصر له ښوونهٔیږ راوتلي دي او د شاتګپالو تمثیل هر وخت د مدرسې او جومات ملا/شیخ/مولوي او ور سره طالب کړی دی. جهل وهلو او جَل ځپلو مغزونو د اختلاف او شخړو دغه خلیج نور هم سرَوَر کړی او عمق يې زیات کړی دی. په خاص ډول اوس د دې خلیج د غټولو لپاره پراخې هلې ځلې کېږي.
د مدرسې او مکتب د فارغانو یو تفاوت دا وي چې د مدرسې شیخ شا ته ګوري، د ده برخلاف مکتبي مخته ګوري. یو د ژوند لپاره د حقیقي وسایلو په موندلو کې وخت لګوي، بل د دې هر څه د حرامولو لپاره ټول وسایل او وړتیاې مصرفوي. یو جهل، جمود، شاتګ، خرافاتو او غیر حقیقي شیانو ته کار کوي، بل علم، ازادي، ترقي، حقیقتونو او واقعیتونو ته کار کوي، یو په وهمونو کې ژوند خوښوي او بل حقیقت پالي او دغه ډول نور ډېر توپيرونه.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دا جګړه هيڅ انتهاء نه لري. کله به یوه ډله غالبه وي، بله به ټکوي او کله به مغلوبه راځي، غالبه ډله به له منځه وړي، د رېښو کښلو لپاره به يې خپل ټول توان مصرفوي.
په دغه ډول بې معنا او بې ګټې جګړه کې زموږ وسایل، بشري قوه، هیواد، ملت، استعدادونه او خت ټول ناحقه لګېږي. نه د دې شخړې بشریت ته ګټه رسېږي او نه خپله پکې ښکېلو اړخونو ته.
نو څه باید وشي؟ دا باید وشي چې واقعیت ومنل شي، حقیقت منل په خلکو کې رواج شي، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي، د افکارو د تنویر لپاره کار وشي، خشنه ژبه ونه کارول شي، د خلکو د افهام او تفهیم لپاره ډول ډول طریقې غوره شي. تر ډولو لوی مشکل د ملا/شیخ/مولوي/طالب په ذهن کې دا دی چې که ټولنه منوره شي، خلک متمدن شي، هیواد ترقي وکړي، علم وغوړېږي، جمود مات شي، خلک د فکر، مذهب، رايې، خبرې، لیکنې او انتخاب ازادي ولري، دوی به خپل ارزښت وبایلي، خلک به دوی ته پاملرنه کمه کړي، ټولنه به دوی ته اړتیا نه لري، ځکه به نو هيڅ ور کړه نه کوي، دوی به د ژوند په سختیو کې ګیر پاته شي او اقتصادي ستونزې به يې ژوند ډېر ور تریخ کړي.
دا واقعیت باید ټولنه، منورین او ملایان ټول ومني چې ټولنه په هر حال دین ته اړتیا لري، کله چې دین ته اړتیا پيدا شي، نو د دین عالم ته هم اړتیا پيدا کېږي، فلهذا عالم به د ټولنې برخه وي، دوی به هم د ټولنې د ترقي لپاره کار کوي او ټولنه به هم دوی ته هغه څه ور کوي چې ژوند يې په روان شي.
ترقي په یوه ورځ نه کېږي، اذهان روښانه کول د یوې میاشتې کار نه دی، ازادي ور کول د یوې اونۍ زیار نه غواړي، ټولو ارزښتونو ته د ټولنې پام اړول وخت غواړي، کله چې ټولنه د بدلون لور ته یون پيل کړي، نو ملا او شیخ به هم خپل فکري تنویر ته پام وکړي، د ټولنې په رنګ به ورسره ورنګېږي، خپلې وړتیاوې به زیاتې کړي او کله چې ټولنه د علم، ازادۍ او بشري ارزښتونو د پالنې سپېڅلی منار ورغوي، نو د همدې ټولنې برخه به دیني عالم هم وي، د دې هر څه په تر لاسه کولو کې به دوی هم خپل کردار ادا کړی وي، څوک به يې له ټولنې پردي نه بولي او نه به احسان پر کوي چې تاسو خنډونه ایجادول، موږ ایسته کول، نو اوس موږ غالب او تاسو مغلوب یاست.
که ټول ملت ترقي وکړي، ملا هم یوازې شاته نه پاتېږي، ټولنه يې ور سره کشوي، ځکه نو باید ملا د ټولنې د ترقۍ په لار کې خنډ نه شي.
ملا باید له ذهن څخه د مکتب دښمني وباسي، له علم سره عداوت پرېږدي، روشنفکرۍ ته لار ور کړي، منورین باید ملایانو ته لاس ور کړي چې د اوس وخت غوښتنې ور په ګوته کړي، هغه وړتیاوې په ځانو کې پيدا کړي چې ننی عصر يې تقاضا لري. د مدرسو اوسنی نصاب له دې عاجز دی چې نننۍ تقاضاوې پوره کړي، د اوس وخت د حالاتو له تشریح څخه عاجز دی، د دین له سهي فهم او تعبیر څخه عاجز دی، حتا د عربي ژبې په زده کړه(لیکلو، ویلو او سهي لوست) کې ناکام دی. له دغسې درسي نصاب څخه یوازې جاهل، متعصب، جامد فکره او د علم و ترقۍ دښمنان فارغېږي. دا د ټولنې د منورینو مسوولیت دی چې له مدرسه والو سره د دې وضعیت په تحلیل، تشریح او د بدیل په پيدا کولو کې مرسته وکړي.
تر ټولو ښه بدیل دا کېدای شي چې تر ۱۲مه دې د ښوونځي عمومي زدهکړې پر ټولو لازمي شي، کله چې له ۱۲مه یو څوک فارغ شي، بیا د ټولنې اړتیا ته په کتو او د هغه شاګرد وړتیا او شوق ته په نظر کولو دې ورته رشتې انتخاب شي. په دې توګه به د دیني عالم او نورو رشتو د مختصصینو ترمنځ هيڅ ډول توپير پاته نه شي.که داسې نه کېږي یا يې خلک شونتیا نه ويني، بیا دې ملایانو ته ځانګړي ورکشاپونه دایر شي، چې دوی ته د بیان، کمپيوټر، ادبیاتو، لیکنې او… زدهکړې ورکړي.
په بېلابېلو میدانونو کې يې وړتیاوې را لوړې شي، څو دوی هم د خپل ژوند لپاره کار وکړای شي، له ټولنې سره هممهاله تګ وکړای شي، پر ټولنه بوج نه وي، پر خپلو پښو د درېدو توان ولري، په دې توګه به دوی ازادي ولري او د حالاتو د سهي درک لپاره مواقع ورته برابرې شي، په ټولنه او دولت کې مدغم شي چې ټولې انساني و بشري وړتیاوې يې وده وکړي، نو به د اختلاف خلیج د پراخېدو پر ځای کم او بالاخره به له منځه ولاړ شي.
زموږ ټولنه باید دې لور ته پام وکړي، د حل لپاره ژر اقدام په کار دی؛ ځکه دا د خیر کار دی او د خیر په کار کې باید ځنډ ونه شي، که نه زیان به يې یوازې زموږ تر هېواد او ولس پورې محدود پاتې نه شي.