له دی وروسته چې پر هېواد طالبان واکمن شول، د بیان ازادي او رسنۍ له سخت جبر او سانسور سره مخ شوې دي. له طالبانو د ویرې له امله یو زیات شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده وتلي او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي دي. طالبانو د خبريالانو په شکنجه کولو، وهلو او نيولو سره د اطلاعاتو د ازاد جريان مخه نيولې او د رسنيو فضا يې سخت سانسور او محدوده کړې ده. د رسنیو ملاتړو بنسټونو په هېواد کې د بیان او د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۴ راهیسې په هېواد کې له ۵۴۷ فعالو رسنیو څخه ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت درولی دی. له دې سره سره په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له لسګونو ستونزو سره مخ دي او په تېر یوه کال کې د دوی وضعیت ته هېڅ پام نه دی شوی.
د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط څخه شاوخوا ۱۴ میاشتې تېرې شوې دي. په پاکستان کې یو زیات شمیر خبریالان او د رسنیو کارکونکي په بېبرخلیکۍ کې ژوند کوي. دوی د خپل ژوند شرایط د خپګان وړ بولي او وايي، چې د طالبانو د وېرې او مستقیمو ګواښونو له امله نهشي کولای افغانستان ته ستانه شي. د کډوالو منونکي هېوادونه هم څنګه چې اړتیا ده د دوی د کډوالۍ دوسیې نه ګوري. دغه خبريالان د اوسنيو حالاتو دوام او د خپل ناڅرګند راتلونکې په اړه سخت اندېښمن دي او زياتره يې په خپګان اخته دي.
په وروستۍ پېښه کې د طلوع نیوز ټلویزیون مدیر مسوول خپلواک صافی له هېواده وتلی دی. هغه په ټویټ کې لیکلي چې د کلونو ژورنالیستۍ وروسته، هغه په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې نور نه شي کولی دوام ورکړي. په همدې حال کې، د طلوع نیوز یو خبریال چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې د موبي ګروپ او نورو رسنیو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی، په پاکستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. د هغه په وينا د طالبانو له خوا نيول شوى، شکنجه شوى او وهل شوى دى، هغه نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، خو ټينګار کوي، چې د طالبانو له خوا د ګواښونو او وهلو ټکولو سره سره د رسنيو ملاتړي بنسټونو پاملرنه نه ده ورته کړی.
دغه خبریال زیاتوي: «په څو میاشتو کې دوه ځله د طالبانو له خوا وګواښل شوم. حالات خراب شول، پاکستان ته راغلم. دلته زموږ د ستونزو شریکولو لپاره هم څوک نشته چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړو. هرڅوک په انفرادي ډول مختلفو ادارو ته بریښنالیکونه لیږي، او په دې برخه کې هیڅ ځواب نشته.»
هغه زیاتوي: «ټول لګښتونه د هغو خبریالانو پر غاړه دي چې خپله دنده یې هم له لاسه ورکړې او په بېوزلۍ کې ژوند کوي. نور بنسټونه هم همکاري نه کوي. په پاکستان کې موږ د پولیسو او وېزو له ستونزو سره هم مخ یو. موږ هیله لرو چې د خبریالانو غږ واورېدل شي او د دوی د دوسیو د څیړلو او لیږد بهیر ته جدي پاملرنه وشي.»
نجيبه زمان بله خبرياله ده چې له يو کال راهيسې په پاکستان کې په نامعلوم حالت کې ژوند کوي. هغه چې لومړى يې په کندهار کې د خبريالې په توګه دنده پيل کړې او بيا په موبي ګروپ او ازادي راډيو کې د کار تجربه لري، وايي چې له ١٢ کلونو د خبريال په توګه کار کولو وروسته اوس له خپل بدهمرغه ډېره مايوسه ده او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
نجیبه زمان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړه. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه له ډېرو ستونزو سره پاکستان ته راغلی یم. موږ بېبرخلیکه یو، موږ نشو کولای بیا افغانستان ته لاړ شو، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت خورا بد دی. موږ له اقتصادي اړخه ستونزه لرو. موږ کار نشو کولای او دا مهال زه د ژوند لګښتونو لپاره پیسې نلرم. ما خپل د کور ټول سامانونه او سره زر وپلورل، او زه نور نشم کولای خپل ژوند ته دوام ورکړم.»
دغه خبرياله د اقتصادي ستونزو او په پاکستان کې د افغان خبريالانو او مهاجرينو د وضعيت په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د پاتې راتللو ترڅنګ ټينګار کوي چې د خبريالانو ماشومان په پاکستان کې له یو کال راهیسې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي دي. د هغې په وينا، د اوسنيو حالاتو دوام يې ژوند ستونزمن کړى او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړى ده.
يوه بله خبرياله فرزانه ايوبي هم له اوسنيو حالاتو اندېښمنه ده او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. هغې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې له اوو کلونو د خبریال په توګه له کار کولو وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هېواده وتلو ته اړ شوه. نوموړی زیاتوي، چې لومړی یې د رسنیو دنده له زمزم راډیو سره پیل کړه او بیا یې له بېلابېلو چاپي او تصویري رسنیو سره کار وکړ. له زمزم راډيو وروسته ايوبي په دوست تلويزيون، نور تلويزيون او يو شمېر چاپي رسنيو کې کار کړی دی. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د اقتصادي او رواني ستونزو په اړه وايي: «زه له یوه کال راهیسې په پاکستان کې یم. له اقتصادي اړخه، زه په داسې بد حالت کې یم چې د بیانولی نشم. زه د زیږون پرمهال عملیات شوی وم. زه دوه کوچني او ناروغ ماشومان په بستر کې لرم. زه نشم کولی د دوی لپاره مصارف پیدا کړم. زما پاسپورټ باید په دوه میاشتو کې نوي شي او زه پیسې نلرم. زه وزګاره یم او دوه ماشومان لرم. نرخونه خپل اوج ته رسیدلی دي. ژوندي پاتې کیدل خورا ستونزمن شوي او مرستندویه ادارې د هغو کسانو سره مرسته کوي چې اړیکې او واسطه لري. موږ دا هم نه شو کولای چې بېرته افغانستان ته ولاړ شو.»
مژګان فراجي هم له نورو خبریالانو سره ورته حالت لري. هغې له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «وضعیت دومره خراب دی چې د بیانولو وړ نه دی. له اقتصادي، معنوي او بې برخلیکۍ له نظره زموږ لپاره هیڅ شی نه دی پاتې. موږ ان کار نه شو کولای، زموږ ماشومان زدهکړې نه شي کولای. هیڅ ملاتړی سازمان نشته. وضعیت ډیر خراب دی. له کار او فعالیتونو پرته ژوند تېرول د دوزخ له ژونده کم نه دی.» نوموړي د هغو بنسټونو پر نه ځواب ویلو هم خواشیني څرګنده کړه چې د خبریالانو ملاتړ کوي.
جهانزیب ویسا په ارزګان ولایت کې د راډیو د خپرونو له ویاندویانو څخه وه. نوموړی له یوه کال راهیسې په پاکستان کې په تیاره کې ژوند کوي. اغلي ویسا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې له څلورو کلونو راهیسې یې په «دهراود غږ» رسنۍ کې کار کړی دی. هغه اوس په پاکستان کې د ژوند او اقتصادي وضعیت له خرابوالي اندېښمنه ده او زیاتوي چې د بد بختیو دوام هغه له جدي ذهني او احساساتي ستونزو سره مخ او د راتلونکي په اړه نا امیده کړی دی.آغلې ویسا له هغو بنسټونو چې د رسنیو ملاتړ کوونکو او له هغو هېوادونو غواړي چې په خطر کې د خبریالانو او د رسنیو فعالینو ته پناه ورکوي، د افغان خبریالانو ناوړه وضعیت ته چې دا مهال په پاکستان کې دي، پاملرنه وکړي.
يو تن خبريال چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله نوم يې واخيستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «پخوا مونږ د ولس غږ وو، خو اوس مونږ هم غږ نلرو. هیڅوک زمونږ آواز نه اوري. د بې کوره کیدو او بې ځایه کیدو د کړاوونو تر څنګ ناوړه وضعیت او اقتصادي ستونزو زموږ روح ته زیان رسولی او موږ د راتلونکي په اړه ډیر اندیښمن یو.» هغه د رسنیو په ملاتړو بنسټونو په شتون باور له لاسه ورکړی دی. دا خبریال ادعا کوي: «هرڅوک چې واسطه دار و، د رسنیو د مافیا ډلو غړي وو، لیږدول شوی. هغه کسان چې خبریالان نه وو په جعلي کارتونو ولاړل؛ خو ما کلونه کلونه په رسنیو کې کار کړی، هیڅوک ماته پاملرنه نه کوي.»
سویتا سادات هم یوه خبریاله ده چې په مزارشریف کې یې په بیان راډیو کې کار کړی. هغه وايي چې له لسو مياشتو څخه په اسلام اباد کې اوسيږي او په تياره کې ژوند کوي. هغې څرګنده کړه، چې د رسنيو د کار تر څنګ يې د ښځو په لاريونونو کې هم مهم رول لوبولى، خو اوس د بد اقتصادي او رواني وضعيت سره مخ ده.
په پاکستان کې بې ځایه شوي افغان خبریالان په پاکستان کې د خراب اقتصادي، روحي او رواني وضعیت په اړه اندېښمن دي ځکه چې طالبانو د رسنیو او بیان ازادۍ محدودولو ته دوام ورکړی. په وروستۍ پېښه کې دغې ډلې په افغانستان کې د دوو ازادو رسنیو ۸ صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا د انټرنټ ډومین بند کړی دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه اقدام د دغې ډلې د «رسنیو جګړې» نوی پړاو بللی او له طالبانو یې د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د رسنیو د محدودولو او سانسور لپاره له تاوتریخوالي او پېچلي مقرراتو کار اخیستی دی. خو د لومړي ځل لپاره دوی په افغانستان کې د دوو رسنیو د ویبپاڼو په تړلو سره د رسنیو له ازادۍ څخه په مستقیمه توګه سرغړونه کوي. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم اعلان کړی چې طالبان باید په افغانستان کې د خبرونو د سانسور مخه ونیسي او ۸صبح ورځپاڼې او زاویه رسنیو ته اجازه ورکړي چې د دوی انټرنیټي ډومین ته لاسرسی ولري.
دغهراز د بې سرحده خبريالانو سازمان (RSF) د چهارشنبې پر ورځ د تلې په ۱۳ په افغانستان کې د دوو رسنيو د انټرنيټي ډومين د بندېدو په تړاو يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي: «د ۸صبح ورځپاڼې او زاويه رسنيو د وېبپاڼو تړل په افغانستان کې د رسنیو د له منځه وړلو بل ډول دی چې د طالبانو له خوا ترسره کېږي.»
د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې وړاندې څرګنده کړې وه، چې د دغو دوو رسنیو انټرنېټي ډومین د «غلطې محتوا» د خپرولو له امله بند شوی دی. خو ۸صبح ورځپاڼې او زاویه رسنیو د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د ژورنالیستیکو اصولو په چوکاټ کې د خبرونو خپرولو ته دوام ورکوي او له دې وروسته به هم هېوادوالو ته خبرونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو وياند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستيال ذبيحالله مجاهد د رسنيو له مسوولينو او له خبريالانو د ملاتړ بنسټونو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د جمهوريت د وخت ډله ييزې رسنۍ قانون لا هم د تطبیق وړ دی. خو د طالبانو د ادعاوو برعکس دوی د خبریالانو نیول، سانسور او پر رسنیو بندیزونه لګولي دي.
په دې وروستيو کې د فرانسې د خبريالانو ملي اتحاديې او د خبريالانو نړيوال فدراسيون د فرانسې پر حکومت نيوکه کړې چې افغانستان څخه د خبريالانو د لېږد په برخه کې يې خپل مکلفيت نه دی پوره کړی. دغو دوو ژورنالیستانو ویلي چې تر ۲۰۰ زیات افغان خبریالان له میاشتو راهیسې په پاکستان او ایران کې د فرانسې له حکومت څخه د ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، خو دغه حکومت خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
خو یو شمېر خبریالان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په پاکستان کې له تېر یوه کال راهیسې تر ۳۰۰ ډېر خبریالان بې برخلیکه او له پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د خپل استوګنې د جواز او د ویزې د تمدید په برخه کې له ستونزو سربېره له ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت شکایت کوي او وايي چې له لسګونو ناخوالو سره مخ دي.