۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ویلي چې په دغه هېواد کې یې د طالبانو د فشار له کبله خپل ټول فعالیتونه درولي دي.
سویډن راډیو راپور ورکړی چې دغې کمېټې جمعه د کب پر ۲۵مه خپل چارې درولې دي.
دغه بنسټ ویلي چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه او د سویډن کمېټې د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره کړې ده.
د راپور په حواله، طالبان له ډېرې مودې راهیسې د دغې کمېټې د چارو درولو غوښتونکي و او دمګړۍ دا بنسټ نه پوهېږي چې د کارکوونکو امنیت ته په پام څنګه کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مشر انډریاس استفانسون ویلي: «موږ نه شو کولای خپل کارکوونکي له ګواښ سره مخامخ کړو.»
د نوموړي په خبره، هغه کار چې جواز ونه لري؛ په وینا یې، کولای شي ډېر ګواښونه له ځان سره ولري.
هغه زیاته کړې: «په استاهکلم کې د قرانکریم له سوځېدو روسته تر اوسه، سویډن کمېټې په څو ځایونو کې ځانګړو سیمهییزو او محلي مرستو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له لوري قوي پيغام ترلاسه شوی دی.»
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه.
دغه بنسټ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه شپږ زره کارکوونکي لرل.
له دې وړاندې طالبانو د روان کال په جدي میاشت کې په غزني کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پوهنې برخې چارې منع کړې وې.