پر افغانستان د طالبانو یوې کلنې واکمنۍ، په سیمه کې د ترهګرۍ ودې نړۍ او ګاونډيان سخت اندېښمن کړي دي. پاکستان، تاجیکستان، قطر، د امریکا متحده ایالاتو، اروپا او یو شمیر نورو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو سازمان په اووه اویایمه عمومي غونډه کې د ترهګرو له پاره په امن پناه ځای د افغانستان د بدلېدو له امله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې. ددې هېوادونو له نظره له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکه کولای شي په سیمه کې ترهګري پراخه کړي.
لویدیځو هېوادونو استازو په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر وژنه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د ملاتړ ښکاره بېلګه وبلله. خو طالبان د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه او د ناسمو معلوماتو له امله بولي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین د تلې په ۳مه د یک شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په اووه اویایمه عمومي غونډه کې ویلي دي چې افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو له پاره پر امن ځای د بدلېدو په حال کې دی. د هغه له نظره د افغانستان وضعیت د طالبانو له کنټرول څخه وتلی دی. د تاجیکستان بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې هېواد یې ددې شاهد دی چې طالبانو د مرکزي اسیا له پخوانیو اتباعو جوړې شوې نظامي ډلې د افغانستان شمال ته لېږدولې دي او دا کار د یوه نوي کړکیچ د رامنځته کېدو په موخه ترسره شوی دی.
ښاغلي مهرالدین زیاته کړې چې طالبان د ټولشموله دولت جوړېدو له پاره کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو غوښتنو ته غوږ نه اېږدي او تاجیکستان نه شي کولای په خپل ګاونډ کې دداسې یو هېواد د برخلیک په اړه چې ۴۰ میلیونه نفوس لري، بې تفاوت پاتې شي.
له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه جنجالي خبرې کړې دي. شهباز شریف درې ورځې وړاندې(د جمعې په ورځ د تلې په لومړۍ) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي دي چې د طالبانو د دویم ځل واک ته رسېدو سره افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر له دې امله د اندېښنې په ښودلو سره زیاته کړه چې په اوسمهال کې القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې ازادانه فعالیت کوي. د نوموړي په خبره په افغانستان کې ددې ډلو فعالیت او شتون به وکولای شي د پاکستان او سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې د طالبانو او د افغانستان د یو شمیر سیاسي څېرو له غبرګون سره مخ شوې دي. پاکستانیو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې طالبانو د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې ددې هېواد د لومړي وزیر د څرګندونو له امله دې له دوی څخه بښنه وغواړي.
دغه راز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان لومړي وزیر څرګندونې له واقعیت څخه لرې بللې دي. ښاغلي کرزي په دې اړه ویلي دي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګرۍ ځالې له لسو کالو راپه دېخوا بیا تر نن ورځې د پاکستان په خاوره کې دي چې د حکومت په مستقیم ملاتړ یې د افغانستان په وړاندې کاروي.
له دې وړاندې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو شمیر نورو هېوادونو استازو د وږي په ۳۱مه په واشنګټن کې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ناسته جوړه کړې وه. ددې ناستې ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ترهګرو په تیره بیا د القاعدې شبکې پر شتون سخته اندېښنه وښوده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او د فرانسې، المان، بریتانیا په ګډون اروپایي ټولنې او د جاپان، قطر، سویس او د یوناما استازو په دې ناسته کې د څارونکو په ډول ګډون کړی و.
دې هېوادونو په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو له هغې جملې القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د شتون او عملیاتو په اړه اندېښنه وښودله. دوی زیاته کړه:«په کابل کې د ظواهري شتون د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ژمنو ماتېدلو ښکاره بېلګه ده.»
دیادو هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې دې واقعي، د اجرا وړ نړیوالو ژمنو او قوانینو له هغې جملې بشردوستانه نړیوالو حقوقو سره سم ګامونه پورته کړي.
دغه راز قطر چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري او د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د سولې خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړې وه، د افغانستان په خاوره کې یې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه وښوده. د قطربهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، له یوه تلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان له کړکیچ سره مخ دی او قطر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښمن دی. د قطر بهرنیو چارو وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبان ناکامۍ ته په اشارې سره زیاته کړې ده چې پر کابل د طالبانو د ولکې څخه له یوه کال زیاته موده کېږي، خو لا هم ددې هېواد له پاره د پرمختګ کوم څرک نه لګېږي.
دې اندېښنو ته په پاملرنې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د افغانستان نوم دې «د غیرناټو متحدانو» له لړلیک څخه لرې کړي. دا حکم درې ورځې وړاندې د تلې په لومړۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري اعلان شو.
له دې ټولو سره سره طالبانو د ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلېدو په تړاو د ملګرو ملتونو په اووه اویایمه عمومي غونډه کې د یو شمیر هېوادونو داستازو اندېښنې بې ځایه وبللې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تلې په لومړۍ د شنبې ورځې له غرمې وروسته، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا، پاکستان او یو شمیر نورو هېوادونو له لوري دا ډول اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان د حکومت سیاسي او حقوقي حق دی، خو د طالبانو حکومت ته نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د ترهګرو په امن پناه ځای د افغانستان د بدلېدو په اړه د هېوادونو اندېښنې بې ځایه او د ناسمو معلوماتو څخه سرچینه اخلي. په دې خبرپاڼه کې دغه راز ټینګارشوی چې طالبان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.
طالبان داسې مهال د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت ردوي چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري درې میاشتې وړاندې د دوی تر واکمنۍ لاندې په کابل کې ووژل شو. القاعده شبکه یوه ترهګره ډله ده او د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامله ده. په اتیایمه لمریز لسیزه کې د القاعدې شبکې او نورو ترهګرو ډلو د ازادانه فعالیت او شتون له امله امریکا او ناټو افغانستان ته راغلل. اوسمهال چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، په دې سیمه کې د ترهګرو ډلو د بیا ودې له امله د نړۍ اندېښنې زیاتې شوې دي.