۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې د دې ډلې د مشر ملا هبتالله په امر نوې ګومارنې شوې دي.
مجاهد دوشنبه د مرغومي پر شپږویشتمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو د دغو ګومارنو خبر ورکړی دی.
د دغو ګومارنو له مخې د ټولګټو چارو وزارت مخکینی سرپرست ملا عبدالمنان عمري اوس د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په همدې حال کې د طالبانو د انرژۍ وزارت مخکینی معین ملا محمد عیسی ثاني اوس د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.
له دې مخکې هم طالبانو په خپلو ټولو دولتي پوستونو کې خپل کسان ګومارلي دي.