۸صبح، هرات: په هرات کې د طالبانو سيمهييز مسوولان په دغه ولايت کې پر شيعهګانو د بريد عاملانو د نيولو خبر ورکړى دى.
په هرات کې د طالبانو والي ویاند نثاراحمد الیاس شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه ویلي، یوې ډلې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د شیعهګانو پر ضد مرګوني بریدونه ترسره کول، د دوی د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، دغې ډلې د شیعهګانو پر جومات وروستی برید کړی او همداراز له هغوی څخه یو ځانمرګی واسکټ، یو موټر او څو میله وسلې هم ترلاسه شوي دي.
بل خوا په هرات کې د طالبانو په منځ کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دغې ډلې په دغه ولایت کې د داعش پنځه غړي نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان چې په هرات کې يې د بريدونو پلان لرلو، تېره ورځ د دغه ولايت په دوو جلا ځایونو کې نیول شوي دي.
د یادونې ده چې دوشنبه د غويي پر ۱۰مه ماښام مهال د هرات په ګذره ولسوالۍ موټر سايکل سپرو وسلهوالو پر شيعه ګانو ډزې کړې وې.
په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ل شپږ عبادتکوونکي ووژل شول او یو بل ټپي شو.
له برید یوه ورځ وروسته داعش خراسان څانګې په یوې خپرې کړې اعلامیې د برید پړه ومنله.
طالبانو د دغو کسانو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکړی چې دغې ډلې تل په هېواد کې د داعش حضور رد کړی دی.