۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په هرات کې پر شیعه لمونځکوونکو برید غندلی دی.
یوناما سېشنبه د غويي پر ۱۱مه مه په هیواد کې د شیعهګانو د خوندیتوب لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي: «د عاملانو لپاره څېړنه او حساب ورکونه او د افغانستان شیعه ټولنې لپاره د خوندیتوب اقداماتو ته بیړنۍ اړتیا ده.»
د هرات په محمدیه ښارګوټي کې تېره شپه د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې د څلورو نارینهوو، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغه بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
په هرات کې د شیعهګانو پر جومات د وسلهوال برید غبرګون کې، په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې تهران په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.