۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې یکشنبه د غویي ۱۱ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ د میاشتې لیدلو کمېټې، یکشنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
تر دې مخکې عربي رسنیو خبر ورکړی و، چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او سبا یکشنبه د غویي ۱۱، د روژې دېرشمه او بل سبا دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دې سره سم، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د اختر لمونځ په جوماتونو او عیدګاه کې د سهار پر ۷ بجو کېږي.
هغوی له امامانو او خطیبانو غوښتي، چې د اختر لمونځ په ټاکلي وخت ادا کړي.