۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تازه ویلي چې ټاکل شوې د دغې ډلې یو پلاوی د افغانستان په هکله د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.
مجاهد یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه رسنیو ته ویلي چې دوی په دوحه کې راتلونکې ناسته د دغې ډلې په ګټه بولي او په دې ناسته کې ګډون ته چمتو دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره به د دوی د پلاوي جوړښت ډېر ژر اعلان شي.
مجاهد د دوحې ناستې د اجنډا په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې په دې ناسته کې د بشردوستانه مرستو جلب او په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابرول اړین دي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو له دوامداره غوښتنو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به د دې ناستې د اجنډا له څېړلو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.
طالبانو د افغانستان په هکله د دوحې ناستې په تېرو دوو پړاونو کې ګډون نه دی کړی.