زده کړه او لوړ تحصیلات د افغانستان د تېرو دوو لسیزو له مهمو لاس ته راوړنو ګڼل کېږي. په دې موده کې، یو پاشل شوی ښوونیز نظام منظم شو، د ښوونې او روزنې د کمیت او کیفیت په برخه کې پراخې هڅې وشوې، میلیونونه زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړل او د تعلیمي نصاب او نویو ښوونځیو د رامنځته کېدو په برخه کې ارزښتمن کارونه وشول. د زده کړو د مینه والو پراخ حضور، ډېرې هیلې رامنځته کړې. سربېره پر دولتي او تحصیلي بنسټونو خصوصي بنسټونه زیات او میلیونونه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت شول.
له بده مرغه د جمهوري نظام په سقوط سره په یوه شپه هرڅه بدل شول، په دې توګه چې په اوسني وخت کې د پوهنې او لوړو زده کړو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د هغو شمېرو له مخې چې د مسوولو بنسټونو له خوا وړاندې شوې، کابو نیمايي زده کوونکي او محصلین نجونې او هلکان وو. پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، ډېری ښوونځي او پوهنتونونه له انساني ځواکه خالي شول چې دغه راز وضعیت په هېواد کې ناوړه پایلې لري.
طالبانو په خپله مخکینۍ واکمنۍ کې ښځې په بشپړ دول ښوونځي او پوهنتون ته له تلو بې برخې کړې وې. په هغه وخت کې ښوونیز او تحصیلي نظام تر یوه بریده په ټپه درېدلی و. اکثره کدرونو پوهنتونونه پرېښودول او زیات شمېر نور هېڅکله بیا خپلو دندو ته ستانه نه شول. دغه کار د هېواد ښوونیز او تحصیلي نظام ته ناوړه ګوذار ورکړی و.
د طالبانو د هغه وخت حکومت له سقوط وروسته، د غوره ښوونیز او تحصیلي نظام د رامنځته کولو لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې ترسره شوې. مخکینیو حکومتونو تل خلکو او نړیوالې ټولنې ته ددغو لاس ته راوړنو خبره کوله او هغه یې د حکومتولۍ د بریالیتوب په توګه کارول. خو طالبان پر هېواد په بیا ځلې واکمنېدو سره، د بدلون د نښو له لیدو سره سره، هغه لاره غوره کړه چې شل کاله مخکې یې کچ کړې وه. له بده مرغه تراوسه یې د نجونو لپاره ددغو بنسټونو د دروازو د پرانیستلو په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی.
دا په داسې حال کې دي چې ښوونه او روزنه په هر هېواد کې د انساني پرمختګ یوه بېلګه ګڼل کېږي. سیاسي نظام چې په مشروعیت او پرمختګ فکر کوي، د زده کړو او تحصیل په برخه کې تر ټولو غوره اقدامات او ګامونه پورته کوي؛ ځکه هغه ټولنې پرمختګ او ثبات ته رسېږي چې د انساني ځواک له وړتیاوو او استعدادونو سم درک ولري. د پرمختګ او مشروعیت په اساس نظام تل له توپير پرته د ټولنې د ښځو او نارینه وو رول ته پام کوي او له ظرفیتونو او وړتیاوو یې په یو شان کار اخلي.
د طالبانو له واکمنېدو مخکې، داسې ادعاګانې موجودې وې چې ګواکې دوی بدلون کړی، د اوسني پېر د دولت دارۍ او واقعیتونو طریقې یې درک کړې او له ښوونیز او تحصیلي نظام سره سطحی او افراطي چلند نه کوي، خو په عمل کې داسې ونه شول. د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې د نجونو پرمخ وتړلې او دا ډول چلند په هېواد کې د زده کړو پر بهیر نه جبرانېدونکی ګوذار ورکړی دی. طالبانو تازه یو بل ناڅاپي اقدام هم وکړ. دوی ښوونځیو ته سپارښتنه وکړه چې ټولو نجونو ته له زده کړو او آزموینې پرته، ارتقا ورکړي؛ د زده کړو په برخه کې دا ډول تصمیم، په هېواد کې زده کړو ته د طالبانو د بې پامۍ ښودنه کوي او یو ځل بیا افغانستان ته د نوي نسل هیلې په ناهیلۍ بدلوي.
که طالبان د حکومتولۍ تفکر لري، باید د افغانستان له خلکو سره مسوولانه چلند وکړي. دوی باید په ټولو برخو کې جنسیت ته له پامه پرته د ټولو هېوادوالو د حضور زمینه برابره کړي. باید ټولنیز اختلافات له منځه یوسي، د کلتوري، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا لارې چارې برابرې کړي او د ښځو د زده کړو او تحصیل دیني اصل ته په پام سره جدي ګامونه پورته کړي.
افغانستان په اوسني وخت کې د مډرن دولت او ملت د بنسټونو له امله، یو مشروع سیاسي نظم نه لري؛ ځکه طالبانو تراوسه ملي او نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی. دوی یوه شل کلن سیاسي نظم ته سقوط ورکړ او پر هېواد واکمن شول. طالبان اوس د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندلو په لټه کې دي. دا په داسې حال کې دي چې نړیوالې ټولنې هم له دوی غوښتي چې د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني او له کوم قید او شرط پرته هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
له دې امله، باید د ښځو د زده کړو په هکله د نړیوالې ټولنې سپارښتنو ته بې پامي ونه کړي، له بشري حقونو سرغړونې ونه کړي، قانون ته پام وکړي او د یوه قانوني نظام په توګه عمل وکړي. په هره اندازه چې ښځې له زده کړو او کار څخه بې برخې شي، په هماغه کچه به افغانستان شا ته ستون شي. په پایله کې یې بې وزلي پراخېږي او د ماشومانو د مړینې کچه زیاتېږي. همداراز نالوستي په هېواد کې نورې ننګونې لازیاتوي. بالاخره د زده کړو پرېښودل د یوه نسل هیلې له منځه وړي، د مغزونو تېښته په یوه کلتور بدلېږي او د کډوالۍ بهیر لازیاتېږي.
خو د زده کړې او تحصیل په برخه کې د ښځو ونډه چې د سوکاله او عدالت پر بنسټ د پرمختللې ټولنې تضمینوونکې ده، د سیاسي نظام مشروعیت زیاتوي. دا کار د مغزونو د تېښتې مخنیوی کوی او هېوادوال د خپلې راتلونکې په اړه لاهیله من کوي.
طالبان باید پوه وي چې له زده کړو او تحصیل څخه د ښځو د بې برخې کېدو پایلې ډېرې درنې دي. دوی له همدې امله او په لسګونو نورو دلایلو، په ملي او نړیواله کچه هېڅ ډول مشروعیت نه لري. که داسې ونه شي له هغوی د ودې فرصت اخلي او د دوی پر حکومتولۍ باور له منځه وړي. د زده کړو، تحصیل او نورو آزادیو په اړه نه سنجول شوي اقدامات په ټولنه کې د بې وزلۍ او لويې بې سوادۍ لامل کېږي او بالاخره طالبان د حکومتولۍ په آزموینه کې ناکاموي.