۸صبح، بغلان: په بغلان کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو پخوانی دولتي سرتېری نیولی دی.
طالبانو پخوانی دولتي سرتیری (ویسالدین)، د دوشنبې په شپه (کب ۲۲ مه) د اندراب درې، د (کاسه تراش) په کلي کې له خپله کوره نیولی او ځان سره بیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو ويسالدين تر نيول کېدو وروسته، نامعلوم ځاى ته لېږدولی او تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.
ویل کېږي چې ویسالدین په تېر حکومت کې، د پولیسو د ځانګړې قطعې غړی و.
په بغلان واکمنو طالبانو، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه طالبانو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې، د سيد خداداد په نوم د پخواني حکومت يو پوځي افسر په ډزو وژلی دی.