۸صبح، هرات: هرات کې ولسي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې اسماعیل خان پورې اړوند یو قوماندان، صوفي همایون مجاهد زاده نیولی دی.
هرات ولایت کې ځایي سرچینې سه شنبه د زمري پر ۴ وایي، چې طالبانو صوفي همایون دوې ورځې مخکې د هرات ښار نهمې ناحیې پل قلبچه سیمه کې نیولی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو وروسته له هغې د دغه قوماندان د نیولو اقدام کړی، چې دوې ورځې مخکې ناپېژانده وسله والو په پل قلبچه سیمه کې یو طالب وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په نورو ولایتونو کې هم تل پر خپلسرو نیونو لاس پورې کوي.