۸صبح، پنجشیر: په پنجشیر کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې یو کس چې پر غلا تورن و، د لاس پرې کولو حکم پلی شوی دی.
په پنجشیر کې د طالبانو رسنیز دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلی چې دغه کس ته دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه په درې ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوې ده.
تورن کس د درې ولسوالۍ اوسېدونکی او نوم یې سیدهاشم د ګل هاشم زوی ښودل شوی دی.
پر غلا دغه تورن کس ته د سزا ورکولو پرمهال د پنجشیر مرافعه محکمې لپاره د طالبانو رییس، د درې ولسوالۍ ولسوال، د دغې ولسوالۍ د ابتداییه محکمې رییس او خلکو برخه اخیستې وه.
څرګنده نه ده چې دغه کس د څه شي پر غلا تورن و.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې تورنو ته پر سزا ورکولو په کور دننه او بهر پراخې نیوکې شوې دي.
طالبانو درې ورځې وړاندې په پکتیکا کې هم درې نارینه په عام محضر کې په دُرو ووهل.