۸صبح، کابل: په کندهار ولایت کې د طالبانو محکمې په دغه ولایت کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي.
دغه کسان نن چهارشنبه سهار ۹ بجې (د غبرګولي په ۳مه) د کندهار ښار د «احمدشاهی» د فوټبال په میدان کې د عامو خلکو په مخ کې مجازات شول.
له دغو کسانو څخه پنځه یې د «لواطت» او یو بل کس د یوې ښځې د تښتولو په تور محاکمه شوي دي.
د دغو کسانو د محاکمې په ځای کې عیني شاهدانو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، کله چې دوی د سازه ورکولو ځای ته ننوتل، طالبانو لدوي څخه موبایلونه واخیستل.
طالبانو د خبریالانو په ګډون هیچا ته اجازه نه ورکوله چې د تورنو کسانو عکسونه واخلي.
طالبان معمولاً په لواطت تورن کسان د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ په دُرو وهي.
د طالبانو ډلې هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د دغې ډلې له خوا د تورنو کسانو د سزا ورکولو د بهیر ویډیوګانې او عکسونه خپروي.
دا کسان په داسې حال کې محاکمه کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دې ډلې یو قوماندان چې له ښځو سره د نامشروع اړیکو په تور نیولی و، خوشې کړ.