۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کې د داعش ډلې یو قومندان له خپلو اتو ساتونکو سره نیولی دی.
سرچینې دوشنبه د چنګاښ پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د داعش دا قومندان او ساتونکي یې تېره ورځ د خوګیاڼو ولسوالۍ په «قیلغو» سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچینو په خبره، د داعش دا قومندان د «ګول انعام سیرت» نومېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د داعش نوموړی قوماندان هغه مهال نیول شوی چې له جلالاباد ښاره خوګياڼو ولسوالۍ ته روان و.
سرچینه زیاتوي چې دا کسان اوس په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له استخباراتو سره بندیان دي.
طالبانو په رسمي ډول د داعش د دې قومندان د نيولو په هکله څه نه دي ويلي.
که څه هم طالب چارواکي وخت ناوخت په هېواد کې د داعش د بشپړ له منځه وړلو ادعا کوي؛ خو د داعش ډلې فعالیتونه ښيي چې دا ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده.