۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو «وحشتناکه» سرغړونې او د ترهګرو ډلو حضور په هکله د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اندېښنې «بېبنسټه» بللي دي.
مجاهد یکشنبه، د سلواغې پر ۲۹مه په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
هغه ادعا کړې چې په هېواد کې کومه بهرنۍ ډله نشته او د دوى د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه دى شوى.
مجاهد زیاته کړې: «د پروپاګند خپرول او له افغانستانه د وېرې او ګواښ رامنځته کول، یا په هېوادونو کې د معلوماتو د نشتوالي ښکارندویي کوي او یا هم مغرضې کړۍ دا ډول ناستو ته ناسم معلومات لېږدوي.»
د یادونې وړ ده چې د مونیخ امنیتي ناستې کې لږترلږه ۱۲ هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې سیسماتیکه جنسي ځورونه پای ته ورسوي.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چې د سېشنبې، سلواغې پر ۲۸مه شوه، طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت مسوولان بلل شوي دي.
جرمني، کاناډا، البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریه، فرانسه، کوسوو، لیختنسټین، منګولیا، هالنډ او رومانیا هغه هېوادونه دي چې په دې ګډه اعلامیه کې یې ونډه اخیستې ده.
سربېره پر دې، د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف بشکیک کې په امنیتي ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰ سازمانونو ۲۰ زره وسلهوال فعالیت لري.