۸صبح، کابل: د طالبانو عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړې چې په دولتي طبي انسټیټوټونو کې درس ووايي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس سهشنبه د کب پر لومړۍ راپور ورکړی چې د کاپیسا، پروان، پنجشېر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا له ۱۲ ټولګي فارغې شوې نجونې کولاي شي دولتي طبي انسټیټوټونو ته نوملیکنه وکړي.
په راپور کې راغلي چې یاد وزارت په دغو ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو ته د یو مکتوب له لارې لارښوونه کړې چې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې روغتیايي انسټيټوټونو کې جذب کړي.
ورته مهال، د لوړو زدهکړو نورو بنسټونو کې د دغو نجونو د جذب په اړه څه ویل شوي نه دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له ښوونځي او پوهنتونه راګرځول شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکي چې په افغانستان کې دې نجونې او ښځې په معنالرونکي ډول د ژوند په ټولو برخو کې ګډون ولري.
نوموړي د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړو بندیز «ظالمانه» بللی او د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.