۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت ځینو وزارتونو او ادارو ته نوي سرپرستان ټاکلي دي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت عمومي ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ د لېندۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د رهبر ملا هبتالله فرمان خپور کړی دی. دې فرمان کې د سولې مذاکراتو پخوانی غړی شهابالدین دلاور د معادن او پترولیم وزارت سرپرست او ملا محمدعباس اخوند له پېښو سره د مبارزې وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.
د دغه فرمان له مخې، محمدعیسی اخوند د معادن او پترولیم وزارت مرستیال او شرفالدین له پېښو سره د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه نومول شوي دي.
د طالبانو مشر دې فرمان کې د تدارکاتو ملي ادارې، د تفتیش عالي ادارې، د زندانونو چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته هم نوي سرپرستان نومولي دي.
دې ګمارنو کې د شهیدانو او معلولینو، پوهنې، د کلیو او پراختیا، اوبو او انرژۍ، قبایلو او سرحدونو وزارتونو ته هم نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.
مولوي فتحالله منصور د کندهار د هوايي میدان مسوول ټاکل شوی دی. همداراز د هلمند او کندهار قول اردوګانو ته هم نوي قوماندانان ټاکل شوي دي.
دا څووم وار دی، چې طالبان د خپلو نویو ګمارنو په تړاو خبر ورکړی دی.