۸صبح، کابل: د بدخشان پوهنتون نوي رییس نقیب الدین قاضي زاده چې د طالبانو له خوا ګومارل شوی، په یوه مکتوب کې د دغه پوهنتون درې ښځینه استادانې له دندو ګوښه کړې دي.
مکتبو کې ویل شوي، چې د بدخشان پوهنتون د عملي شورا د ناستې د پرېکړې پر بنسټ، د پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییسې مژده تابش په ګډون درې ښځینه استادانې منفک شوې دي.
په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په نهو میاشتو کې د ښځو د فعالیت پر وړاندې محدودیتونه ورځ په ورځ زیات شوي دي.
دغې ډلې نجونې له زده کړو بې برخې کړې او د ښځو د مخ پټول یې جبري کړي او له ښځو یې د سفر او کار حق اخیستی دی.