۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي چې د دغه بانک چارسمبالی هدایتالله بدري او مل پلاوی د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲مې کلنې غونډه کې د ګډون لپاره جیبوټي ته تللی.
د افغانستان بانک شنبه د چنګاښ پر ۹مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کلنۍ غونډه په جیبوټي هېواد کې د روان زېږدیز کال د جولای په لومړۍ او دویمه د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د دغه هېواد د مرکزي بانک له خوا جوړېږي.
نوموړي بانک زیاته کړې چې په دې ناسته کې به د بورډ د تېر کال پر اجرااتو او مالي راپورونو بحث او وروسته به تصویب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه راز، د بورډ غړي هېوادونه به د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامی بانکولۍ اړوندو معیارونو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکولۍ د ډيجیټلایزیشن اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکولۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه وشي.»
یاد بانک زیاته کړې چې د اسلامی مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړیواله اداره ده چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ټيکاو د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي.
د یادونې ده چې د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړي دي.