۸صبح، بدخشان: د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې د افغانستان ملي مقاومت د جبهې درې ځواکونه وژلي او دوهنور یې ژوندي نیولي دي.
سرچینې د پنجشنبې په ورځ د اسد ۲۶مه ویلي، چې دغه کسان د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې وژل شوي او نیول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو له پنځو ورځو راهيسې په شهدا ولسوالۍ او شيول سيمو کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو د ځپلو په موخهپوځي عمليات پيل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه خپل تازه دمي سرتېري شهدا ولسوالۍ ته لېږلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په شهدا او شيول کې شاوخوا ٨٠٠ طالبان د دې ډلې له هوايي ځواک سره دي.
تر دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې د بدخشان د شهدا ولسوالۍ په دوزخ دره کلي کې د جګړې په ترڅ کې ۱۲ وسله وال طالبان او دافغانستان د ملي مقاومت د جبهې یو قومندان وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر ضد خوځښتونه زيات شوي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې د کابل، پروان، تخار او بدخشان ولایتونه د طالبانو پر ضد د خوځښتونو شاهدان وو.