۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځایی سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې درې پخواني سرتېري وژلي دي.
په بدخشان ولايت کې سيمهييزو سرچينو، نن سهشنبه (وري ۲۹) وویل، چې دغه درې پخواني سرتېري دوه شپې مخکې د تراويح لمانځه لپاره جومات ته پر لاره ول، چې د ارغنجخوا ولسوالۍ په مرکز، د (غلامدره) په کلې او په (حورانشهر) کې، د طالبانو لخوا ووژل شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژل شويو سرتېرو نومونه (قاري سميع، حاجي عیدي او عماد الدين) دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، حاجي عیدي په بدخشان کې د ولسي پاڅون کوونکو پخوانى غړى او قاري سميع او عماد الدين د پخواني حکومت د وسله وال پوځ غړي وو.
ويل کيږي چې وژل شوي کسان، د بدخشان ولايت د ارغستان ولسوالۍ اوسيدونکي وو.
په بدخشان کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
څو میاشتې وړاندې د پخواني حکومت د ولسي پاڅونکوونکو دوه قوماندانان، د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې، او یو سرتېری د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې، د طالبانو لخوا ووژل شول.
په دې وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي (نصیر احمد فایق) ویلي چې د طالبانو لخوا د پخوانیو پوځیانو د وژلو لړۍ دوام لري.