۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د تېر جمهوري نظام دوه سرتېري وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو دغه دوه پخواني سرتېري د شنبې ورځ د تلې میاشتې په ۲۲مه د دولت شاه ولسوالۍ په «دګړان»سیمه کې وژلي دي.
سرچينې دغه کسان «دادی خان او جاوېد» په نوم ياد کړل او زياته يې کړه، چې د تېر نظام د پوليسو سرتېري وو.
په همدې حال کې په لغمان کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکي ویلي چې دغه دوه تنه له دې ډلې سره په نښته کې وژل شوي دي .
په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي ادعا کړې چې دغو دوو پخوانیو عسکرو د دې ډلې پر ضد په وسلهوالو بریدونو لاس پورې کړی وو.
خو ځايي سرچينې وايي، چې دغه دوه پخواني سرتېري بې وسلې وو او د طالبانو له راتګ وروسته يې عادي ژوند ته دوام ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې طالبان د بشري حقونو د سازمانونو له لوري د حکومت له بيا جوړېدو راهيسې د تېر حکومت د سرتېرو او کارکوونکو په نيولو، شکنجه کولو او وژلو تورن شوي، خو دغه ډلې تل دغه تورونه رد کړي دي.
د جمعې په شپه د میزان په ۲۱مه طالبانو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په “مملي” سیمه کې د تېر نظام د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان وواژه.