۸صبح، کابل: د چین، پاکستان او طالبانو د درې اړخیزې ناستې د ګډې اعلامیې له مخې، دغې ډلې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، پر فعالیتونو د بندیز لګولو ژمنه کړې.
ددې غونډې ګډه اعلامیه د دوشنبې په ورځ (د غوایي په ۱۸مه) خپره شوې.
په خبرپاڼه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر (کین ګانګ)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر (بلاول بوټو زرداري) او د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي په حواله، راغلي چې یو سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان، د سیمې ګډو ګټو ته خدمت کولای شي.
د اعلامیې پر بنسټ، د اسلام اباد په ناسته کې د امنیتي، سیاسي، اقتصادي، سازمان شویو جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق، کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، ظرفیت لوړونې، سرحدونو مدیریت او د پوهنې تبادلې په برخو کې همکاري، د ګډونوالو د خبرو له پریکړو څخه ول.
په ورته وخت کې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ییز ارتباطي مرکز په توګه، په افغانستان کې له شته ظرفیت او وړتیا څخه په استفادې ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د (یوکمربند او یوې لارې) د نوښت (بیآرآی) په چوکاټ کې، له طالبانو سره د چین او پاکستان د همکارۍ له ژمنې سره سم به، د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز، افغانستان ته هم وغځول شي.
که څه هم د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول له طالبانو څخه د سیمې د هېوادونو مهمې غوښتنې وې، خو د اسلام اباد په ناسته کې یې هېڅ یادونه نه ده شوې.
طالبانو د اسلام اباد په غونډه کې په افغانستان کې دننه، د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو د بندولو ژمنه په داسې حال کې کړې ده، چې د پاکستان امنیتي ادارو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون، تنظیم او د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو د ترسره کولو مستند راپورونه خپاره کړي دي.
ټيټيپي او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د چین او پاکستان د حکومتونو پر ضد وسله والې ډلې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان په خاوره کې د يادو ډلو د فعاليتونو د زياتوالي په اړه، د دغو دوو هېوادونو اندېښنې هم زياتې شوې دي.