په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی، د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته واستاوه چې له طالب چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي. د دغه سازمان د ویاند په وینا، له طالبانو سره د دغه پلاوي خبرې په اسلام کې د زغم او اعتدال د ارزښت او د ښځو د اساسي حقونو په تړاو وې. تر اوسه دغه پلاوي د طالبانو د کابینې د رییسالوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزیر خالد حنفي په ګډون له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي دي.
د طالبانو له ډلې سره د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي له خوا د مطرح شویو موضوعاتو له مخې، څرګنده ده چې دغه پلاوی هڅه کوي د طالبانو دریځونه منځلاري کړي او هغوی وهڅوي چې فکري ګڼوالی او رنګارنګي ومني او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. بې له شکه چې د طالبانو د چلند د منځلاريتوب او سمون لپاره د ياد شوي سازمان هڅې د ستاينې وړ دي، خو قراین او شواهد ښيي چې دا هڅې به مثبته پایله ورنه کړي او د اسلامي همکاريو سازمان پلاوی به تش لاس ستون شي.
د اسلامي همکاریو سازمان ډيری وخت د سعودي عربستان سیمه ییز او نړۍوال سیاستونه منعکسوي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له قطر سره چې د سعودي عربستان سیمه ییز سیال دی، ټينګې اړیکې لري. طالبان غواړي له ټولو اسلامي هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي او له دغو هېوادونو بشري مرستې او پانګونه راجلب کړي. خو قطر په دې ډله کې یو له نفوذ لرونکو هېوادونو دی. دې ټکي ته په پام سره، د طالبانو پر سیاستونو د اسلامي همکاریو د سازمان نفوذ کم برېښي او ډېر امکان نه لري، چې دغه سازمان دې طالبان دې ته اړ کړي، چې پر خپلو دریځونو له سره غور وکړي.
بله د یادونې وړ مسأله دا ده چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په ټولو برخو کې د طالبانو د تګلارو اساسي کرښې ټاکي. طالبان یو داسې سازمان دی چې ټول واک یې پر مشر او د هغه پر شاوخوا کسانو متمرکز دی او نور یې په ترټولو ښه حالت کې د پلي کوونکو رول لري. نو په پلازمینه کې له میشتو طالب چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي مذاکرات او خبرې اترې په وضعیت کې بدلون نه شي راوستلای، ځکه دغه چارواکي د طالبانو د نظام په عمومي سیاستونو کې لاسوهنه نشي کولای. له همدې امله باید دا تمه ونه شي چې په کابل کې له طالب چارواکو سره د خبرو له لارې به د طالبانو په دریځ کې بدلون راشي.
ټول پوهیږو چې د سعودي عربستان اوسنيو مشرانو په تېرو څو کلونو کې د دغه هیواد په بهرنیو، کلتوري او اقتصادي تګلارو کې د بدلون او سمون راوستو ته مخه کړې ده. هغوی هڅه کوي چې له تېر سره مخه ښه وکړي او نړۍ ته د سعودي عربستان بله څېره وړاندې کړي. دا بدلون دومره چټک دی چې ټول څارونکي یې حیران کړي دي. سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې ډېر کلونه د تندلارو سلفي او اخواني افکارو ملاتړی پاتې شوی او له دې اړخه د نړۍ د ګوتو په شمار هېوادونو کې دی. واک ته د بن سلمان په راتګ سره، سعودیان هڅه کوي افراطي افکار منزوي کړي او نور لیبرال نظریات رامخې ته کړي. سعودي عربستان اوسمهال د طالبانو په څېر د سخت دریځو ډلو لپاره مطلوب هېواد نه دی. دا بې دلیله نه ده چې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي له راتګ سره سم د طالبانو یو شمېر پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د سعودي عربستان د کلتوري سیاستونو پر ضد تبلیغات پیل کړي او هڅه کوي چې دغه سفر بې اغېزې کړي. که موږ د قضيې دې اړخ ته پام وکړو، ويلاى شو چې د طالبانو د تګلارو د سمون لپاره به د اسلامي همکاريو د سازمان هڅې په ډېر احتمال سره د پام وړ پايلې ونه لري.
یو بل عامل چې دا خبرې بې اغېزې کوي، د طالبانو د مشرانو تړلی ذهنیت دی. تریخ واقعیت دادی چې د طالبانو ډېری مشران په افغانستان او یا پاکستان کې په تړلې فضا کې را لوی شوي او روزل شوي دي. هغوی هغو افکارو او نظریاتو ته چې د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمو کې له وروسته پاتو دیوبندي مدرسو بهر وي، د شک په سترګه ګوري او ورسره له نږدې کېدو ډډه کوي. هغوی کلونه کلونه خپلې حافظې ته تکراري تندلارې افکار او کلیشې سپارلي او دغو زړو او سولیدلو افکارو یې په ذهن کې جرړې غځولي او سخته ده چې په اسانۍ له دغو افکارو لاس واخلي. د طالبانو مشران فکر کوي چې دوی په نړۍ کې یوازینی واقعي اسلامي حکومت جوړ کړی او په اسلامي نړۍ کې نور حکومتونه له اسلامي ارزښتونو او مفاهیمو سره نا اشنا دي. دا مسأله په پروان کې د طالبانو پخواني والي په یوه وینا کې په څرګندو ټکو بیان کړه. د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر هم یوځل څرګنده کړه، چې افغانستان د دیني مسایلو په برخه کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او له بهره مرستو ته اړتیا نه لري. د طالبانو د مشرانو ذهنونه هغه مشورې او نظرونه نه مني چې د دوی د خوښې پر خلاف وي.
د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د اسلامي هېوادونو د دیني علماوو پلاوي راغلي دي چې طالبانو ته لازمې مشورې ورکړي او هغوی په ځینو دریځونو کې منځلارۍ او اعتدال ته وهڅوي. خو تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې طالبانو دې دغو مشورو او نظرونو ته پام کړی وي. طالبان هڅه کوي افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د دیني عالمانو له راتګه نړۍ ته د خپل ښه تصویر د وړاندې کولو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار واخلي او له دې اخوا د بل څه فکر په اړه فکرنه کوي. طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه د پاکستان د یوه مشهور دیني عالم او د دې ډلې د ځینو چارواکو د استاد تقي عثماني غوښتنه هم ونه منله او پام یې ورته ونه کړ.
يوه بله خبره چې بايد يادونه يې وشي دا ده، چې يو شمېر ديني عالمان چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته سفرونه کوي او پېښې له نږدې څاري، له طالبانو سره خواخوږي لري او د دې ډلې د حکومت د پایښت هڅې کوي. د بېلګې په توګه څو میاشتې وړاندې د قطر او ترکیې د دیني عالمانو یوې ډلې کابل ته سفر وکړ. د دیني عالمانو د دې ډلې ټوله هڅه دا وه چې طالبان سپین وښيي او هغوی ته د مخ پر وړاندې تګ روحیه ورکړي . دغه راز کله چې د بريتانیا د دیني عالمانو یوه ډله کابل ته راغله، د هغوی د کار اصلي برخه د طالبانو سپینول وو، او د هغوی ډېرو کمو کسانو د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د دغې ډلې د ځپونکو تګلارو او یا د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د پراخ تبعیض په اړه خبرې وکړې. طالبان غواړي چې وخت پر وخت په افغانستان کې د دیني عالمانو کوربتوب وکړي او د هغوی له حضوره په رسنیزو تبلیغاتو کې ګټه پورته کړي.
په هر صورت، وخت پر وخت د نړۍ له بېلابېلو سیمو د دیني عالمانو پلاوي افغانستان ته راځي چې د وضعیت د ارزونې ترڅنګ له طالبانو سره خپل نظریات شریک کړي. هغه څه چې په عمل کې پیښیږي دا دي چې طالبان د دغو غونډو او خبرو اترو په اړه رسنیو ته خپل مطلوب روایت وړاندې کوي او تبلیغاتي ګټه ترې پورته کوي. تر اوسه هېڅ یوه دغه کتنه د داسې پایلې لامل نه ده شوې چې د افغانستان د ښځو او نارینه وو په خیر او ګټه وي. بل لامل چې دا خبرې د طالبانو د د دریځونو د منځلارې کېدو او د هغوی د منځنیو پېړیو د چلندونو د سمون لامل نه شوې، دا دی چې ځینو ملایانو له طالبانو سره همفکري ښودلې او د دې پر ځای چې طالبانو ته ګټورې مشورې ورکړي، په پټو سترګو یې د طالبانو له سیاستونو دفاع کړې ده.