۸صبح، کابل: د برېښنا شرکت وايي، نړیوال بانک ته یې قناعت ورکړی څو د برېښنا د هغو پروژو چارې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټپه درېدلې وې، بېرته پیل کړي.
د نوموړي شرکت وياند حکمتالله ميوندي شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې نړيوال بانک ژمنه کړې څو د کاسا زر پروژه بېرته پیل کړي.
ورته مهال، میوندي له نړیوال بانکه غوښتي چې د دې پروژې د پیل لپاره چټک ګامونه پورته واخلي.
برېښنا له هغو شرکتونو هم چې د دې پروژې په کار کې يې برخه اخيستې وه او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې چارې درېدلې وې، غوښتي څو خپل لومړني فعاليتونه بيا پيل کړي، ځکه نړيوال بانک ژمنه کړې چې دا پروژه به بیا پیلوي.
دا دویم ځل دی چې د طالبانو بېلابېلې ادارې د کاسا زر پروژې د عملي کېدو په هکله اعلانونه خپروي؛ خو تر اوسه یې له بیا پیلېدو هېڅ خبر نشته.
د دې تر څنګ برېښنا شرکت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ترکمنستان د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا پروژه چې د تېر حکومت پر مهال یې نږدې ۸۰ سلنه بشپړه شوې وه، بېرته پیل کړي.
د برېښنا وياند پر بنسټ، د کاسا زر برېښنا پروژې له پلي کېدو سره چې په ترڅ کې به يې د قزاقستان برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي، افغانستان به په کال کې ٧٠ ميليونه ډالره د حقالعبور فيس ترلاسه کړي.