د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د ځينو افغانانو او بشري حقونو بنسټونو له پراخو غبرګونو سره سره، د ښځو، مدني ټولنې استازو، قومونو استازو، د جګړې قربانیانو او د طالبانو پوځي او سیاسي مخالفانو له ګډون پرته جوړه شوه. په دې ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي او پنځه نړیوال او سیمهییز بنسټونو برخه لري. د دغې ناستې له ترسراوي سره هممهاله، د نړۍ په ځينو ښارونو کې احتجاجونه وشول. له هېواده بهر ځينو افغانانو په خپلو احتجاجونو کې د طالبانو د واکمنۍ پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دغې ډلې په پراخه کچه د نړیوالو ترهګرو کوربتوب کړی دی. اخوا، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت په نوم عالي شورا ویلي، تر هغو چې ملګري ملتونه د اوسني چلن له مخې مخته لاړ شي په خبره یې، نور به له دغه بنسټ سره همکاري ونه کړي. دغه راز، د بشري حقونو ځینو فعالانو ویلي چې د دوحې درېیمې ناستې اوسنی جوړښت د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره په ټکر کې دی. د هغوی په وینا، د افغانستان بنسټيزه ستونزه د طالبانو انحصار او پلی شوی جنسیتي اپارتاید دی.
د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو او پنځو نړیوالو سازمانونو په ګډون پېل شوه. د دې ناستې کوربه د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخې مرستیاله روزمري ډیکارلو کوي.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هېوادونو ځانګړي استازي په دې ناسته کې پر خصوصي سکټور، بانکولۍ، له نشهيي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ناروین بحث کوي او د غونډې په رسمي اجنډا کې د بشري او ښځو حقونو په تړاو څه نه شته. ویل شوي چې د دې ناستې په څنډه کې د افغان مدني ټولنې او ښځو په استازیتوب د درېیو نارینهوو او درېیو ښځو په ګډون شپږ کسان ګډون کوي چې تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا درېیو بلل شویو ښځو بلنه رد کړې ده.
د معلوماتو په حواله، د ملګرو متلونو او د هېوادونو د ځانګړو استازو مهمه موخه له طالبانو سره د خبرو اترو او تعامل لپاره د یو بنسټ رامنځته کول دي. دغه راز، د هېوادونو ګډې اندېښنې به هم له طالب پلاوي سره شریکې شي.
په دې غونډه کې د امریکا، روسیې، چین، هند، پاکستان، جاپان، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، قطر، سویلي کوریا، سعودي عربستان، سویس، تاجکستان، ترکیې، ایران، ارمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، ازبکستان، اندونیزیا او همدارنګه د اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، شانګهای د همکارۍ سازمان، اسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک استازي بلل شوي دي.
د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو موضوع لرې کېدو ته پراخ کورني او بهرني غبرګونونه ښودل شوي دي. ډېریو نیوکګرو د ملګرو ملتونو دا ګام د دغه سازمان له منشور سره په ټکر کې بللی او ویلي دي چې دغه سازمان ونه شوای کړای خپلو بنسټیزو مسوولیتونو ته چې د بشري حقونو له ارزښتونو دفاع ده، عمل وکړي.
د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه او د دوحې ناستې تحریم
سلګونو مدني فعالانو او افغانانو د اروپا او اسیا په بېلابېلو ښارونو کې احتجاج کړی دی. په فرانسې، جرمني او هالند کې مېشتو ځينو افغانانو د طالبانو پر هغه چلن نیوکه کړې چې ښځې یې څنډې ته کړي او له دغې ډلې سره یې د نه تعامل غوښتنه کړې ده.
دغه راز، په افغانستان کې دننه هم ځینو نجونو په سرپټو ځایونو کې غبرګون ښودلی او ویلي دي چې طالبانو د یوې «اورپکې ډلې» په توګه عمل کړی او په افغانستان کې یې له ښځو ټول حقونه او انساني ارزښتونه تروړلي او په وینا یې، د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ بنسټ حق نه لري چې د ښځو په استازولۍ خبرې اترې ورسره وکړي.
اخوا، ځينو ښځو چې د طالبانو له واکمنېد وروسته ایران، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته تللي، هم احتجاج کړی او د اعتراضي ویډیوګانو په خپرولو یې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره دې تعامل نه کېږي او د دوحې ناستې د تحریم خبره یې کړې.
د دوحې ناستې په څنډه کې درېیو بلل شویو ښځو د ګډون غوښتنه رد کړه
درې ښځې چې د دوحې درېیمې ناستې بلل شوې وې، په غونډه کې یې له ګډونه ډډه کړې ده. حبیبه سرابي، نبیله مصلح او زبیده اکبر دې ناستې ته بلل شوې وې؛ خو د اصلي ناستې له اجنډا څخه د ښځو او بشري حقونو ایستلو په غبرګون کې یې د دغې غونډې په څنډه کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
په مخکېني حکومت کې د مرکچي پلاوې غړې په خواله شبکې اېکس کې د دوحې په ناسته کې د نه ګډون په اړه لیکلي چې ملګرو ملتونو ونه شوای کړای د ځانګړي استازي د ګومارلو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک عملي کړي. هغې زیاته کړې: «ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو او همداراز د دوحې په ناسته کې د ښځو په مانالرونکي او بشپړ ګډون په برخه کې ناکام دي.» د سرابي په خبره، ملګرو ملتونو افغان مېرمنې او مدني ټولنې د دوحې ناستې له محوره لرې کړي او د هغوی لپاره یې د دې ناستې په څنډه کې وړې ناستې برابرې کړي چې په خبره یې، دا د ښځو د بشپړ او مانالرونکي ګډون خلاف کړنه ده.
په مخکېني حکومت کې د ښځو وزارت مرستیالې نبیلې مصلح هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د ملګرو ملتونو بلنه منلې نه ده. هغې په اېکس کې لیکلي: «د دوحې ناستې په څنډه کې ګډون به یوازې یوه ناسته وي چې زه پکې ګډون نه کوم.»
دغه راز، د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر هم ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د ملګرو ملتونو بلنه ترلاسه کړې؛ خو په خبره یې، ګډون پکې نه کوي.
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو ځينو بنسټونو او سیاستوالو د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغو ښځو له نه ګډونه هرکلی کړی دی. د هغوی په وینا، دا ګام د ښځو وضعیت د سم درک او د ملګرو ملتونو «طالب پسنده» او پلویتوب پالیسۍ پر وړاندې څرګند اعتراض دی.
د دوحې درېیمې ناستې په اړه د طالبانو د سیاسي مخالفانو دریځ او د دغې ناستې په لوی ښودلو نیوکه
د افغانستان دیپلوماتیکې مجمعې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو په ګډون د ټولو سیاسي قوتونو پر ګډون ټینګار کړی او له اجنډا څخه یې د بشري او ښځو حقونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو لرې کول خواشینوونکې بللې ده. دغې مجمعې په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د ۲۶۷۹ او ۲۷۲۱ پرېکړهلیکونو د پلي کولو لپاره ګام پورته کړي؛ څو په وینا یې، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بشپړ ادغام لپاره یوه لارنقشه جوړه شي.
دغه راز، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت په نوم شورا په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې د سیاسي او مدني خوځښتونو له ګډون پرته د دغې ناستې ترسراوی «افتضاح» دی. یادې شورا ټينګار کړی چې د دغې ناستې منځپانګه خورا کمزوری او جوړښت یې د ملګرو ملتونو له اصولو سره په ټکر کې ده. په دې ویناپاڼه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو اوسني چلن ته په کتو له دغه سازمان سره هېڅ ډول همکارۍ ته چمتو نه ده. د یادې شورا په خبره، د دوحې درېیمې ناستې ته د طالبانو بلل او له دغې ډلې سره تعامل به له اوسني وضعیت څخه د افغانستان وېستلو لار نوره هم ستونزمنه کړي.
بل پلو، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمتالله نبیل ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان پر ګټو خبرې نه کېږي. د نوموړي په خبره، لویدیځ او د سیمې هېوادونه د خپلو نیابتي او پټو ګټو په لټه دي. نبیل په خواله شبکې اېکس کې لیکلي: «که داسې نه وي، ملګرو ملتونو ولې خپل اصول تر پښو لاندې کړل؟» نوموړي ټينګار کړی چې دا ناسته له طالبانو سره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د مذاکراتو دوام دی چې د پخواني حکومت د پرځېدو لامل شو.
دغه راز، ځينو نورو بیا د خبرونو په خپرولو د دوحې درېیمه ناسته تبلیغ بللی او ویلي دي چې رسنیو ته پکار نه ده، داسې ناستې چې په خبره یې کومه پاېله نه لري، په پراخه کچه پوښښ ورکړي.
د مخکېني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خواله شبکې اېکس کې لیکلي: «ولې د دوحې درېیمه ناسته چې د څو هېوادونو د ګټو لپاره جوړه شوې او افغانان پکې هېڅ مطرح نه دي، دا ډول تبلیغ ورته کېږي؟»
د دوحې ناستې په اړه د طالبانو دریځ
طالبانو د دوحې په دویمه ناسته کې د خپلو غوښتنو نه منلو لامله ګډون ونه کړ؛ خو د دوحې له درېیمې ناستې یې هرکلی کړی.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوحې ناستې ته د طالبانو د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد له ورتګ وړاندې ویلي چې له ملګرو ملتونو سره یې خبرې اترې د دې لامل شوې چې هغوی یې هم د یو «مسوول حکومت» په توګه شرایط ومني. نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په اړه د نړیوالو نظر بدل شوی دی.
اخوا، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د ډېرو ښځو غوښتنې یې اورېدلي او اندېښنې به یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره شریکې کړي. نوموړې ویلي چې افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته دې د مذاکراتو په میز کې ځای ورکړل شي. مېرمن امیري زیاته کړې چې د ښځو او بشري حقونو مدافعانو یوه غوښتنه دا ده چې په خبره یې، نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي؛ څو ژر تر ژره هغه تبعیضي فرمانونه لغوه کړي چې تعلیم، کار او په ټولنه کې د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي.
د ښځو حقونو فعاله او د دوحې دویمې غونډې ګډونوالې میترا مهران ویلي چې د دوحې ناسته له جوړښتي، ارزښتي او حقوقي پلوه د امنیت شورا ۲۱۲۷ پرېکړهلیک له بنسټيزو موخو سره په ټکر کې جوړه شوې ده. نوموړې د افغانستان بنسټيزه ستونزه جنسیتي اپارتاید او انحصار بللی او ټينګار یې کړی چې داسې اجنډاوې او جوړښتونه نه شي کولای پام وړ پاېلې ولري.