۸صبح، پروان
سره له دې چې یوازې ۱۱ ورځې د نوي ښوونیز کال پیلېدو ته پاتې دي، طالبان لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه روښانه تګلاره نه لري. د طالبانو د ادارې تر لاس لاندې د پوهنې وزارت شاوخوا یو نیم کال وړاندې تر امر ثاني پورې د نجونو زده کړې ودرولې او څرګنده یې کړه چې د نجونو د زده کړیالانو په خوندي طرحې کار کوي، خو د ۱۹ میاشتو په تېرېدو سره، د دغې ډلې نه طرحه بشپړه شوه او نه هم د طالبانو له امر ثاني نه کوم خبر شته. یو شمېر زده کوونکې نجونې د منځنیو او لېسو ښوونځیو د پرانیستلو په موخه د طالبانو د چوپتیا په غبرګون کې وايي چې دغه ډله لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو لپاره جدي اراده نه لري. دغه زده کوونکې د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستل کېدو غوښتونکې دي. د ښځو د حقونو فعالان بیا وايي، تر هغو پورې چې د هېوادونو او نړۍوالې ټولنې له لوري پر طالبانو دیپلوماتیک جدي فشارونه رانه وړل شي، د دغې ډلې له لوري به د نجونو په زده کړو بندیز دوام وکړي.
بهاره سادات، په پروان ولایت کې د یوه دولتي ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کړیاله ده. نوموړې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له دوام نه اندېښنه لري او وايي چې د طالبانو له لوري په ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو لګول نوموړې ناهیلې کړې ده. بهاره چې نېږدې دوه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستلو ته انتظار ده، طالبان د نجونو د زده کړو په تړاو د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورنوي، دغه زده کوونکې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «څه باندې یو کال مو بې ځایه وخت تېر شو. طالبانو په وار وار د ښوونځیو د پرانیستلو د طرحې جوړولو ژمنه وکړه، خو ټول دروغ و. طالبان لکه د خپلې لومړۍ دورې د حاکمیت په څېر ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ورکوي. تجربې ښودلې چې طالبانو هېڅکله په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.»
مدینه، د کابل ښار د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده کړیاله ده. نوموړې چې غوښتل راتلونکي کې ډاکتره شي، د خپل ځان او نورو هم نسلانو په اړه اندېښنه لري. دغه زده کړیاله وايي: « سره له دې چې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي، بیاهم ناهیلې نه یم. هیله منه یم چې راتلونکي کال کې طالبان مونږ ته د زده کړو د دوام اجازه راکړي څو خپلو موخو ته ورسېږو.»
ورته مهال، یو شمېر زده کوونکي هلکان هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانېستل کېدو غوښتونکي دي. د کاپیسا ولایت اوسېدونکی مصطفی، وايي: « زمونږ وېره داده چې طالبان به یوبل کال هم زمونږ خوېندو ته د زده کړو اجازه ورنکړي. هیله من یم چې طالبان سږکال د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي. طالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. او په دې توګه باید د نجونو یو بل کال ضایع نشي.»
له بل لوري، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالین وايي، تر هغو پورې چې هېوادونه او نړیواله ټولنه پر طالبانو جدي دیپلوماتیک فشارونه وارد نه کړي، د دغې ډلې له لوري به په نجونو د زده کړې بندیز لا هم دوام ومومي.
د ښځو د حقونو فعاله شمایل توانا ناصري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان یوه ایدیولوژیکه ډله او یوه بنسټپاله ډله او دیني افراطي ډله ده او هغه څه چې ددغې ډلې په نظر سم وي، هماغه پلي کوي. دا ورته مهمه نده چې د ټولنې یوه لویه برخه له زده کړو بې برخې کیږي. دغه ډله د پاکستان په دیني مدرسو کې په همدې ډول روزل شوې څو د افغانستان ښځې محدودې او په کور کښېنوي.»
د ښځو د حقونو دغه فعاله وړاندې وايي: «د افغانستان ښځې له طالبانو ناهیلې دي او د ښځو په وړاندې د طالبانو په لیدلوري کې د هېڅ ډول بدلون تمه نه لري. څه چې اړین بریښي د نړیوالې ټولنې فشارونه دي چې نړیواله ټولنه باید له کومو لارو چارو کار واخلي څو د افغانستان پر ښځو محدودیت او محرومیت کم شي او د افغانستان د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.»
غبرګونونه
د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستل کېدو په تړاو د طالبانو چوپتیا، د نړۍوالو بنسټونو او د نړۍ د هېوادونو تند غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړي استازي شنبه د کب په ۲۰مه نېټه، د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې مسلی ته د رسېدو په موخه د عملي ګامونو اخیستلو د اړتیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
لولوه بنت راشد الخاطر، د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې، په دې لیدنه کې ویلي دي: «اقتصاد، امنیت او ټولو ته د لاسرسي وړ سیاستونه، په تېره د ښځو او نجونو پر زده کړو اغېز لري.»
دغو دوو چارواکو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځې د مقام د کمیسیون د اوه شپېتمې ناستې په څنډه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستل کېدو د ارزښت په اړه بحث او خبرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد، هم د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ، د مارچ د ۸مې نېټې د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې په ویاړ، ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې دې له زده کړو نه د نجونو بې برخې کېدل ژر تر ژره پای ته ورسیږي. نوموړې په یوه پیغام کې ویلي دي چې څه باندې ۵۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له نجونو نه د زده کړې حق اخیستی دی.
نوموړې له ملاتړکوونکو او د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو غواړي چې په اضطراري او ناورین شرایطو کې د زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له نړۍوال صندوق نه ملاتړ وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ یوه نجلۍ په افغانستان او بل ځای کې زمونږ له خپلو حقونو نه بې برخې کیږي.
د ښځو د نړۍوالې ورځې نه یوه ورځ وړاندې، د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» تر نامه لاندې یوه غونډه جوړه کړه. په دې ناسته کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په اړه د طالبانو له لوري په بیا فکر کولو ټینګار وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، په دې ناسته کې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول ناهیلې کوونکي وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې په ښځو او نجونو د کار او زده کړې د بندیز په اړه یو ځل بیا غور وکړي.
په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طارق احمد، په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې دغه سازمان به هېڅکله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له مبارزې لاس وانخلي.
تر دې وړاندې، د اسلامي همکاریو سازمان له زده کړو نه د ښځو او نجونو منع کول «د شریعت او د اسلام د سنتونو خلاف» وګڼل او له طالبانو یې هم وغوښتل څو په خیریه موسسو کې د ښځو د کار بندیز له منځه یوسي.
یو شمېر اسلامي هېوادونو له ډلې سعودي عربستان، قطر او ترکیې او ډېری لوېدیځو هېوادونو لکه متحده ایالتونو د ښځو پر زده کړو، تحصیل او کار د بندیز په تړاو د طالبانو پرېکړه غندلې او د هغه د بدلون غوښتونکي شول. طالبانو بیا تر اوسه د دې هېوادونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
زده کوونکې نجونې په داسې حال کې د نجونو د منځنیو او لېسو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په تړاو د طالبانو له چوپتیا اندېښمنې دي، چې د دوشنبه په ورځ د کب په ۱۵مه نېټه، په سړو ولایتونو کې د پوهنتونونو تدریسي بهیر د نجونو زده کړیالانو په نشتون کې پیل شول. داسې ویل کېدل چې د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو سره، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم پرانېستل شي، خو طالبانو په دې اړه مالومات ندي ورکړي. د طالبانو د لوړو زده وزارت په اعلامیه کې یوازې د «هلکانو» پر مخ د پوهنتونونو د تدریسي بهیر له پیلېدو یادونه شوې ده.
د پوهنتونونو د تدریسي بهیر له پیلېدو سره هممهاله، یو شمېر زده کوونکې نجونې د دوشنبې په ورځ د کب په ۱۵مه نېټه، په یوه نمادین حرکت کې، د کابل پوهنتون مخې ته راټولې شوې او ویل کېدل چې دوی به د پلازمېنې په همدې ځای کې خپل درسونه پیل کړي چې وروسته د طالبانو له لوري له هغه ځای نه وشړل شوې. دغه راز یو شمېر نجونو او هلکانو زده کړیالانو د یوه جلا حرکت له لارې د پوهنتونونو له ښوونکو وغوښتل چې د هېواد له نجونو سره همغږي شي او پوهنتونونه تحریم کړي.
د ویلو ده چې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د خپل لومړي پړاو حاکمیت په څېر، د نجونو پرمخ یې د منځنیو او لېسو ښوونځیو دروازې وتړلې او د ښوونځیو د بیا پرانېستل کېدو لپاره ددغې ډلې د چارواکو د ژمنو سربېره، یونیم کال کېږي چې نجونې له زده کړو نه بې برخې پاتې شوي دي. طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د خپل لومړي پړاو د حاکمیت په لړ کې هم نجونو ته اجازه نه ورکوله چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.
په داسې حال کې چې تمه کېده د طالبانو دا پرېکړه به لنډمهاله وي؛ ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت په هغه وخت کې د «اسلامي شریعت پر بنسټ د نجونو د زده کړې لپاره د امن فضا رامنځته کولو» لپاره د یوې طرحې د جوړېدو په اړه خبرې کړې وې؛ خو د ۲۰۲۲ میلادي کال ورستیو کې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ممنوعیت، د افغانستان د نجونو د زده کړې هیلې لمنځه یوړې. د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل، تل د ملي او نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. ښځو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې مدني کمپاینونه په لاره واچول، خو تر اوسه پورې دغه هڅې بې پایلې وې. سره له د چې طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره دغو لاریونونو او کمپاینونو ته پام ونکړ، یو شمېر لاریون کوونکي یې وښکنځل او ونیول.
سربېره پر دې د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم، ویلي دي چې د نجونو زده کړیالانو په زده کړه بندیز ندی لګېدلی، بلکې تر «امرثاني» پورې ځنډول شوی دی. ندیم دغه خبرې سه شنبه د سلواغې په ۱۶مه نېټه، کابل پوهنتون کې د افتا او قضا د متخصصینو د فراغت په مراسمو کې وکړې. نوموړي ویلي دي: «د نجونو زده کړیالانو په زده کړه بندیز نه، بلکه تر «امرثاني» پورې ځنډول شوي او څوک چې د افغانستان شرایط په پام کې نه نیسي او عامه افکار تخریبوي، دا بې انصافي ده.» د نوموړي په خبره، هېڅوک د طالبانو د ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په څېر، د ښځو پر وړاندې «شفقت او مهرباني» نه لري. ندیم څرګنده کړې ده چې ټولې هغه ښځېنه ښوونکې چې پوهنتونونو کې د تدریس لپاره نه حاضرېږي، تنخواوې ترلاسه کوي.